1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان پولیسو د ۲ میلیارډو یورو په ارزښت بیت کوین ضبط کړي

۱۴۰۲ بهمن ۱۱, چهارشنبه

آلماني چارواکو ۵۰ زره بیت کوین د شاوخوا دوو میلیارډو یورو په ارزښت کشف او ضبط کړي دي. دا په آلمان کي ددغو ډیجیتالي اسعارو تر ټولو لوی ضبط دی.

https://p.dw.com/p/4btKi
Symbolbild Bitcoin
انځور: Benoit Tessier/REUTERS

په آلمان کي د قانون پلي کولو چارواکو د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چي د څه ناڅه دوو میلیارډو یورو په ارزښت دغه بیت کوین په ختیځ ایالت زاکسن، کي کشف او ضبط کړي دي.

د آلمان  د جنايي پولیسو ادارې اعلان وکړ چي د ۵۰ زره بیت کوینو کشف او ضبط کیدای سي په خپل ډول کي تر ټولو لوی وي.

پولیسو ویلي دي چي په دې هکله پلټني ادامه لري او تر اوسه پوري د کوم چا په وړاندي تورونه نه دي لگول سوي.

خو بیا هم پولیسو ویلي دي چي له هغو دوو ۳۷ کلن او ۴۰ کلنو نارینه وو څخه د تحقیق کولو په حال کي دي چي تر ۲۰۱۳م کال پوري د سمندري غلو د یوې ویب پاڼې د جوړولو شک پر کيږي.

چارواکي ادعا کوي چی دغه کسان له هغو پیسو څخه چي له نوموړي پورتال څخه یې په لاس راوړي، بیت کوین اخیستي دي. 

پولیسو زیاته کړې ده چي د غيرمجاز سوداګرۍ او د تورو پيسو سپينولو په اړه پوښتني ګرويږني رواني دي.

شکمن کسان بیت کوینونه فدرال آژانس ته انتقالوي

پولیسو په خپله وینا کي زیاته کړې ده چي دغه توقیف پس له هغه رامنځته سو چي »تورنو کسانو په خپله خوښه« بیت کوینونه د جرمني د جنايي پولیسو ادارې (BKA) رسمي صندوق ته انتقال کړل.

د آلمان جنايي پولیسو ددغه انتقال په هکله نور جزیات نه دي ورکړي، خو د آلمان خبري آژانس په حواله پلټونکو ویلي دي چي د بیت کوین د تادیه ورکولو په اړه یې کومه پریکړه نه ده کړې.

پولیسو ويلي دي، تر چي پلټني پای ته نه وي رسيدلي، نور معلوت به و نه لرو.

GP/NZ/AG