د آلمان پوليسو دوه افغانان د قتل په تور نيولي دي
۱۳۹۷ شهریور ۱۸, یکشنبهد آلمان زاکسن انهالت ايالت پوليسو او د «دساور روسلاو» ښار څارنوالۍ ويلي دي: «له دغو دوو کسانو څخه تحقيقات ادامه لري او د دغې قضيې ټول اړخونه تر څيړنې لاندې نيول کیږي.»
د دغې قضيې اړخونه او هغه شرايط چې دغه پیښه په کې رامنځ ته شوې، لا تر اوسه روښانه نه دي.
آلمانۍ ورځپاڼې «ويلت» د دغې وژنې د پيښيدو په اړه رپوټ ورکړی دی. د دغې ورځپاڼې په وينا، په احتمالي توګه دغه پيښه د دوو افغانانو او دوو آلمانانو تر منځ د يوې شخړې په پایله کې رامنځته شوې ده. د شخړې په پایله کې يوه آلماني خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د «ويلت» ورځپاڼې په حواله، د مړينې لامل، مغزي وينه تويدنه ښودل شوې ده.
په پام کې ده نن يکشنبه تر غرمې وروسته د عدلي طب معاينات ترسره شي، تر څو په دې اړه لا کره معلومات ترلاسه شوي وي.
په دې اړه نور:
آلمان کې يو افغان پناه غوښتونکی په ۷ کاله حبس محکوم شو
د «ويلت» ورځپاڼې د رپوټ په اساس، پوليس نن سهار د نښتې تر پيښيدو يوازې څو دقيقې وروسته د پيښې ځای ته ورسيدل او دوه افغانان يې ونيول.
د دغې پيښې قرباني لومړی روغتون ته وليږدول شو، چې ورور يې هم روغتون ته راغی. دغې ورځپاڼې ويلي دي چې د وژل شوي کس ورور يو ښي اړخی افراطي دی، چې تر دې مخکې د محکمې له خوا محکوم شوی هم دی.
د «آلمان خبري آژانس» د معلوماتو له مخې، د افغانانو او آلمانانو تر منځ دغه شخړه، د يکشنبې ورځې (د سپتمر ۹مه) په لومړيو ساعتونو کې د لوبې په يوه لوبغالي کې رامنځ ته شوې ده.
آژانسونه / ع. ح / م. ک. ص
له آرشيف څخه انځوريز البوم: