د آلمان په بن ښار کې د ژبې عملي زدکړه
په یو نوي ځاې کې اوسیدل او د نوې ژبې زده کول یو سخت کار دی. دویچه ویله د پناه غوښتونکو د ژبې یو داسې درسي صنف څخه انځوریز رپوټ جوړ کړۍ چې آلماني ژبه په عملي توګه زده کوي.
مهاجر د ژبې کورس ته ځي
د یوې نوې ژبې زدکړه په آلمان کې د مهاجرو له پاره یوه لویه ستونزه ده. لږ تر لږه په پیل کې مهاجر مرستې ته اړتیا لري. خو د نن ورځې ښه خبر دا دی چې هغوی کولی شي خپل کتابونو او کتابچې او حتې خپل استادان شا ته پریږدي، ځکه نن دوې ښار ته ځي او په عملي توګه ژبه زده کوي .
د زدکړو له پاره هوډ او اراده
د اې سي بي لنګوا (ACB Lingua) په نامه د آلماني ژبې د زدکړې کورس د ادغام نوی صنف د هغو کسانو له پاره ده چې په وروستیو کې آلمان ته رسیدلي دي. د دې کورس نوي شاکردان د «خزانې لټون» لوبه کوي او په بن ښار کې له بیګانه کسانو سره آلماني غږيږي. د لوبې لومړۍ وظیفه: بازار ته لاړ شئ، یوه پټۍ پیدا کړئ او هټیوال څخه پوښتنه وکړئ چې څه ډول میوې خرڅوي؟
په زدکړو کې مرسته
ایا تاسو پوهیږئ چې په آلماني کې اناناس ته څه وايي؟ سربیره پره دې چې د اناناس نوم په ډیرو ژبه کې یو شان دی خو بیا هم د هغو کسانو له پاره چې په عربي ژبه خبرې کوي یو ستونزمن کار دی. خو دې سره سره هغوی په دې لوبه کې د اناناس په څیر ډیر نور لغات هم زده کړل.
په آلماني ژبه خبري کول
له زده کوونکو څخه غوښتل شوي وه چې د لوبې پر مهال په عربي او یا کومه بله ژبه خبري و نه کړي او یوازې په آلماني وغږیږي. خو کله چې به هغوی یو داسې کس ولید چې په عربي هم خبرې کولی شي نو بیا به ورته په آلماني خبرې کول یو ستونزمن کار وه.
بیتوفن کله زیږدلی دی؟
لودویګ فون بیتوفن بدون د شکه د بن ښار له یوه مشهوره کسانو څخه وه. ښار ته نږدي په کوم کور کې چې بیتوفن زیږیدلی وه اوس ترې د یو کوچنیۍ کتابتون په توګه ګټه پورته کیږي. د «خزانې لټون» لوبې لوبغاړي رضوان اجواز او د هغه زوی علي چې د سوریي څخه دي د دې سوال د ځواب د پیدا کولو هڅه کوي. هغه وايي بیتوفن په ۱۷۷۰م کال کښي زیږدلی وه.
سرعت یعنې د لوبې ګټل
هغو کسانو ته اضافي امتیازات ورکول کیږي چې تر ټولو دمخه لوبه ختمه کړي. خو بیا هم د لوبې شا و خوا دوه ساعتونو کې زده کوونکي داسې ځایونه ته تللي دي چې ښایي هغو ځایونو ته بیا هم لاړ شي. لکه په یوې پوښتنه کې ویل شوي وه چې د بهرنیو چارو د دفتر کاري وخت پیدا کړئ.
د ښار پیژندنه
په لوبه کې زده کوونکو ته ویل شوي وه چې د بسونو تمځاې ته لاړ شي او د ۶۰۸ شمیرې بس اخري تمځاې په نښه کړي. همدا راز هغوی څخه غوښتل شوي وه چې د ۶۰۸ شمیرې بس د راتګ وخت هم په نښه کړي.
د لوبې حساس پړاو
د زده کوونکو بله وظیفه دا وه چې د بن ښار کتابتون ته ولاړ شي او د عربي، فارسي او انګلیسي ژبو کتابونه پیدا کړي. همداراز په کتابتون کې د غړیتوب په اړه هم باید معلومات وکړي. په داسې حال کې چې زده کوونکو هڅه کوله چې لوبه پاې ته ورسوي د کورس استادانو په خپلو مبایلونو کې د تیرې لوبې انځورونه کتل.
ګټونکو ته جایزې
اې سې بې لنګوا کورس هغو کسانو ته تحفې ورکوي چې په لوبه کې اول، دویم او دریم شوي دي خو دې لوبې ټولو زده کوونکو ته د نویو لغتونو او کلمو د زده کولو او خلکو سره په آلماني ژبه د خبرو کولو زمینه برابره کړه.