1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان پر پارلمان د هجوم ورړولو هڅې غبرګونونه راوپارول

۱۳۹۹ شهریور ۹, یکشنبه

په برلين کي نژدې ۳۸ زرو انسانانو د حکومت د کرونا سياست ضد احتجاج وکړ. پکښي شاملو بعضو توندلارو ښې اړخو پارلمان ته د ننوتلو هڅه وکړه چي سياستوالو سخته غندلې ده.

https://p.dw.com/p/3hlOv
Deutschland Berlin Protest gegen Corona-Maßnahmen
انځور: Reuters/C. Mang

«رايشسټاګ» د آلمان د پارلمان د ناستي ودانۍ ده چي په برلين کي واقع ده. د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۰ کال د اګست ۲۹مه) د حکومت د کرونا سياست پر ضد احتجاج کوونکو څخه يو شمېر کسانو هڅه وکړه چي پر دغې ودانۍ حجوم وروړي.

په ټوليزه توګه په دغه احتجاج کي شاوخوا ۳۸ زره انسانانو ګډون کړی ؤ چي د انسجام کوونکو تر اټکل څخه زيات شمېر دی. په داسي حال کي چي له احتجاج کوونکو څخه اکثريت يې په سوليزه او آرامه توګه د آلمان د حکومت له خوا د کرونا په تړاو اختيار سوي سياست پر ضد خپل تحفظات په احتجاج سره وښودل، يو شمېر په زياته ښې اړخو ګډونوالو بيا توند چلند وکړ. د آلمان د آر بي بي رسنۍ خبريال، اولاف زوندرماير، د تاګس تېمن په نوم خبري خپرونې ته وويل چي توندلاري ښې اړخي چي په احتجاج کوونکو يې ځانونه ورګډ کړي ول، «هڅه کوله چي وضعه له تشنجه ډکه کړي او پارونې وکړي.»

په برلين کي د روسيې د سفارت مخي ته د پوليسو او احتجاج کوونکو تر منځ لانجه رامنځ ته سوه. د ماښام پر وخت له احتجاج کوونکو يوې ډلې کوښښ وکړ چي د آلمان د پارلمان پر ودانۍ «رايشستاګ» هجوم وروړي. زوندر ماير د تاګس تېمن خپرونې ته د راپور ورکولو پر وخت وويل چي دا هغه څه ول چي ښې اړخو يې «له دا تيرو څو ورځو راهيسي ارمان درلود.»

«يو شرموونکی عمل»

د آلمان سياستوالو د پارلمان پر ودانۍ د هجوم وروړلو هڅه په سختو الفاظو غندلې ده. د آلمان د کورنيو چارو وزير هورست زېهوفر وويل: «د رايشستاګ ودانۍ زموږ د پارلمان د کار ځای او په دې توګه د آزادي دموکراسۍ سمبوليک مرکز دی. دا د زغملو خبره نه ده چي ګډوډي غوښتونکي او توندلاري دغه ودانۍ د خپلو اهدافو له پاره وکاروي. زه له پوليسو مننه کوم چي په خپل چټک او قاطع عمل سره يې موږ له دغه وساتلو.» نوموړي وويل چي دولت بايد د دا ډول کسانو په وړاندي هيڅ زغم ونه ښيي.

په پارلمان کي د زرغون ګوند استازي کونستانتين فون نوتس پر رايشستاګ د هجوم وروړلو په ترڅ کي د آلمان د بديل ګوند او د ان پي دي پر ښي اړخو ګوندونو سختي نيوکي وکړې او دا کار يې «د شرم وړ» وباله.

د آلمان د بهرنيو چارو وزير هايکو ماس د توندلارو ښې اړخو ډلو پر «ورورولۍ» سختي نيوکي وکړې. هغه وويل چي هيڅوک بايد په توندلارو ښې اړخو پسې ولاړ نه سي. نوموړي پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي چي د پارلمان ودانۍ مخي ته د ښې اړخو د بيرغ رپول «د شرم وړ عمل» دی.

په آلمان کي يو شمېر کسان د کرونا په ترڅ کي د حکومتي پاليسۍ او محدوديتونو سره مخالفت کوي. په دې ترڅ کي په برلين کي د احتجاج له پاره پوليسو په دې دليل اجازه نه وه ورکړې چي ګواکي مخکنيو ورته احتجاجونو ښودلې چي برخه وال د کرونا څخه د محافظت له پاره نافذ احتياطي تدابير او اړين واټن نه مراعتوي. د برلين د پوليسو رئيسي ويلي ول چي د عامه خلکو د روغتيا او محافظت له پاره يې احتجاج ته اجازه نه ده ورکړې. خو د برلين يوې محکمې د پوليسو له خوا اعلان سوی ممانعت لغوه کړ او د احتجاج اجازه يې ورکړه.

د شنبې د ورځي په احتجاج کي زياتو برخه والو نافذ د کرونا اصول له پامه وغورځول او اړين واټن يې نه ونيوی. د دوی په منځ کي يو شمېر ښې اړخي هم شامل ول.

آژانسونه/ا.و.ا./ن.ص.