1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان پخوانی خارجه وزیر: افغانستان به ناامنه پاتې وي

۱۴۰۲ تیر ۱۲, دوشنبه

د آلمان د بهرنيو چارو پخواني وزېر، يوشکا فیشر، له افغانستانه په بېړه د نړېوالو ځواکونو وتل او د طالبانو د بیا واکمنېدو سربېره، د المان له پوځي ماموریت څخه دفاع کوي. خو هغه د افغانستان اوسنی وضعیت وحشتناک بولي.

https://p.dw.com/p/4TMT2
 یوشکا فېشر له ۱۹۹۸ تر ۲۰۰۵ پورې د آلمان د بهرنيو چارو وزير وو
یوشکا فېشر له ۱۹۹۸ تر ۲۰۰۵ پورې د آلمان د بهرنيو چارو وزير ووانځور: Markus Scholz/dpa/picture alliance

آلمان له څو میاشتو راهیسې یو کمېسيون جوړ کړی، تر څو په افغانستان کې د دغه هیواد پوځي ماموریت باندې څېړنې وکړي او له هغه څخه په لاس راغلو درسونه او تجربو څخه په راتلونکو ماموریتونو کې کار واخلي.

يوشکا فیشر د دوشنبې په ورځ (د جولای ۳مه) د آلمان په فدرالي پارلمان کې د دغه کمېسيون په تر ټولو وروستۍ غونډه کې په افغانستان کې د آلمان د پوځي ماموریت دفاع وکړه. هغه وويل: «فکر نه کوم چې دا دې يوه تېروتنه وي.»

فېشر چې له ۱۹۹۸ تر ۲۰۰۵ پورې د آلمان د بهرنيو چارو وزير وو، زياته کړه: «که موږ ملتيا نه وای کړې، نو په اتحاد کې به مو ډېره لوړه بېه پرې کړې وای.»

ورته نور ولولئ: د آلمان د استخباراتو رئيس په افغانستان کي د داعش د فعاليت په اړه اندېښنه لري

فیشر وويل هغه په حاضر وخت کې د ېو ناڅاپي ماتې شاهد دی چې په افغانستان کې پر ځای پاتې ده. هغه ټينګار وکړ چې په افغانستان کې اوسنی وضعیت له دغه هېواد څخه په بېړه د نړېوالو ځواکونو د وتلو له کبله ده.

د آلمان له زرغون ګوند څخه دغه سیاستوال وویل: «که اوسني وضعیت ته وګورۍ وحشتناک دی. افغانستان به د اوږدې مودې له پاره نا امنه پاتې وي.»

د افغانستان په هکله د آلمان د فدرالي پارلمان په لسمه استعمايه غونډه کې، د آلمان د دفاع او اقتصادي انکشاف پخواني وزیرانو او د دغه هیواد د استخباراتو ادارې پخواني رئیس حضور درلود.