د آلمان پارلماني ټاکنو ته مخکښي کانديدي مېرمني
د آلمان له ۷ سترو سیاسي ګوندونو څخه څلورو يې د سپتمبر میاشتي پارلماني ټاکنو ته، ښځي معرفي کړي دي. دویچه ویله د آلمان په سیاسي ډګر کې مخکښو میرمنو ته په دې انځوریز البوم کې کتنه کوي.
انګلا ميرکل
انګلا ميرکل د آلمان د لومړۍ صدراعظمې په توګه په ۲۰۰۵م کال کې لوړه وکړه. په دې موقف کې تر۱۲ کلونو خدمت وروسته ميرکل د آلمان په ځینو حساسو شیبو کې ډیره مشهوره شوه. له دې حساسو شیبو څخه یو هم نړیوال اقتصادي کړکیچ او آلمان ته د خورا ډیرو مهاجرو د راتګ کړکیچ په ګوته کیږي. خو جالبه دا ده چې په راتلونکو ټاکنو کې هغه د صدارت مقام له پاره لومړنۍ نومانده میرمن نه ده.
آیا هغه به څلور نور کلونه هم حکومت وکړي؟
په آلمان کې د ټاکنو په هکله په ځینو نظر پوښتنو کې دا په ډیره آسانۍ سره ښکاري چې د ميرکل مسحي ديموکرات ګوند تر نورو ګوندونو مخکښ دی او ښايي ميرکل د څلورم ځل له پاره هم د آلمان د صدارت مقام ته لار پیدا کړي.
د زرغون ګوند
په غرب کې د آلمان د زرغون ګوند د بریا ترشا د کترین ګورینګ ایکاردت هڅې ډیرې ارزښتناکې دي. هغه د چاپیریال ساتني ډیره شدیده پلوي او ډیره مذهبي ده. د زرغون ګوند له خوا پارلمان ته د غوري کانديدي له پاره میرمن ایکاردت نومول شوې ده.
د زرغون ګوند دوه چانسونه
د آلمان په راتلونکو پارلماني ټاکنو کې زرغون ګوند د ګورینګ ایکاردت ترڅنګ د دې ګوند مشر چیم اوزدیمیر هم نوماند کړی دی. دغه ګوند دوه داسې نوماندان معرفي کړي چې د ميرکل له مسحي دموکرات ګوند سره هم اړیکي لري. داسې ګنګوسې هم اوریدل کیږي چې زرغون ګوند د ميرکل د ۱۲ کلن اپوزیسیون پر ځای اوس په دې هڅه کې دی چې له دې ګوند سره ملګرتوب وکړي.
د آلمان د چپ اړخو د ګوند نومانده
د آلمان د چپ اړخو نومانده زارا واګنکنیخت په يینا کې چې یو وخت شرقي آلمان وو، ستره شوې. هغې تر دې مخکې ویلي ول چې جمهوري ديموکراتیک آلمان د ټولنپالنې له نظریې سره هیڅ ربط نه لري او د چپ اړخو ګوند رهبر بیا ویلي چې دوی به د سرمایه دارۍ له سیستم سره مبارزه وکړي.
اپوزیسیون یا ماته
له تیرو څلورو کلونو راهیسې د آلمان چپ اړخي د دې هیواد په پارلمان کې یو تر ټولو ستر اپوزیسیون دی. په ۲۰۱۳م کال کې د المان دوهم ستر سیاسي ګوند سوسیال دموکرات ګوند له چپ اړخو سره خپل ائتلاف لغوه کړ.
د ښي اړخو نا څرګنده څیره
په آلمان کې ډیرو خلکو ته الیسه وایدل یوه نه پیژندل کیدونکې څیره ده. په یوه ګوند کې ښځینه همجنس بازه چې د نارینه همجنس بازانو د واده ملاتړ کوي. د ښی اړخو، د مهاجرو ضد او د آلمان له پاره د بدیل ګوند په کتار کې دغه میرمن تر ټولو ډیري لوړې زده کړي او ښه تحصیلات لري.
غیر عادي جوړه
د زرغون ګوند په شان، د آلمان له پاره بدیل ګوند هم غواړي د دوو نوماندانو پر مټ د ټاکنو مبارزې ته ودانګي. یاد ګوند وایډل او د دې ګوند د بنسټ ایښودونکو کسانو له ډلې څخه الکسندر ګاولنډ پارلمان ته نوماند کړي دي. په دې وروستیو کې دغه میرمن له یوې تلویزیونې خپرونې ووتله ځکه هغې احساس کاوه چې د نورو ګوندونو نوماندانو په ګډه پر هغې حملې کولې.