1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان يوې محکمې یو افغان له یونانه بیرته راغوښتی

۱۳۹۸ مهر ۴, پنجشنبه

د آلماني چارواکو په حواله، د محکمې د پریکړې پر اساس له یونان څخه یو افغان پناه غوښتونکی بیرته آلمان ته را انتقال شوی دی. دغه افغان د روان کال په می میاشت کې د اتریش له پولې څخه بیرته یونان ته لیږل شوی وو.

https://p.dw.com/p/3QGV0
Leipzig Abschiebeflug nach Afghanistan
انځور: picture-alliance/dpa/M. Kappeler

د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۹م کال د سپتمبر پر ۲۵مه نیټه) د آلمان پولیسو وویل چې د محکمې د پریکړي پر اساس یې له یونان څخه یو افغان مهاجر بیرته آلمان ته را انتقال کړی دی.

دغه افغان مهاجر د روان میلادي کال د می میاشتې په وروستیو کې د آلمان او اتریش پر پولې د پولیسو تر توقف وروسته، بیرته یونان ته استول شوی وو. په اروپايي ټولنه کې د یوه قانون له مخې، دغې ټولني ته د یونان له لارې راتلونکي هغه شمیر مهاجرین چې په یونان کې ثبت شوي وي، د ۴۸ ساعتونو په موده کې بیرته یونان ته انتقالیدلی شي.

د روان میلادي کال په اګست میاشت کې د آلمان د مونشن محکمې د نوموړي افغان پناه غوښتونکي په هکله په خپله پریکړه کې آلمان ته د نوموړي د «بیړني» انتقال غوښتنه کړې وه ځکه په یونان کې په پاتیدو سره افغانستان ته د نوموړي افغان پناه غوښتونکي د اخرج ګواښ موجود وو.

آلماني پولیسو ویلي دي چې دغه کس اوسمهال په آلمان کې د مهاجرو په یوه مرکز کې دی، خو د نوموړي د هویت په هکله یې نور معلومات نه دي وړاندې کړي.

په ورته وخت کې ویل کیږي چې نوموړي افغان تر دې وړاندې په یونان کې د پناه غوښتنه هم کړې ده. یونان ته په بیرته تګ سره، یوناني چارواکو هغه نیولی وو او افغانستان ته د اخراج په تمه وو.

په آلمان کې د مهاجر پلوه خیریه سازمان پرو ازول په حواله، د محکمې دغه پریکړه د خپل ډول تر ټولو لومړنۍ پیښه ده.

بل لوري ته د آلمان يوې محکمې ویلي دي چې یونان ته د نوموړي افغان د بیرته استولو په برخه کې د آلمان د فدرالي پولیسو پریکړه په دې معنی وه چې د مهاجرت او پناه غوښتنې په چارو کې د آلمان فدرالي ادارې د نوموړي د پناه غوښتنې دوسیه نه ده اروزلې.