د آلمان هغه لس ځايونه چې ډېر سېلانيان ترې ليدنه کوي
موږ په المان کي د سياحتي ځایونو په اړه څېړنې کړې څو معلومه کړو چې تېر کال کومو ځایونو ته ډېر لیدونکي ورغلي ول. د عکسونو په دې ګالرۍ کې تاسې ته د المان هغه لس ځایونه در پېژنو چي ډېرو کسانو ورڅخه لیدنه کړې ده.
لسم ځای:د ښځو کلیسا (فراونکرشه) لیدونکي يې ۹۰۰ زرو تنو ته رسیږي
فراون کرشه د باروک د شاهکاري معمارۍ سبک دی. دغه عبادتځای په دوهمه نړيواله جګړه کي ویجاړ سوی وو او څلور لسیزي وروسته د نړۍ د بېلا بيلو ځایونو څخه د راټولو سویو مرستو په مټ بیا ورغول سو. اوسمهال یاده کلیسه د هیلي او پخلایني په یوه نخښه بدله سوې ده.
نهم ځای: د المان موزیم چې نندارچیان ۹۲۵ زره نندارچيان یې درلودل
د المان موزیم د مونشن په ښارکي موقعیت لري. دا په نړۍ کي د پوهي او هنر یو له لویو موزیمونو څخه دی. دغه موزیم د هوايي چلند، روباټیک، فضانوردۍ او په نورو پوهنیزو څانګو کي ۲۸ زره نندارتونونه لري. نندارچیان همدارنګه کولای سي، چي په دغه موزیم کي له علمي نندارو او تجربوي کارونو څخه خوند واخلي.
اتم ځای: سنت میشل کلیسا د ۱.۱ میلیون نندارچیانو سره
سنټ مېشل کلیسا، د هامبورګ ښار یوه له مهمو نخښو یا سمبولونو څخه ده، هغسي لکه څنګه چي د ښار بندر او د "سور څراغ" سیمي د دې ښار نخښي دي. په شمالي المان کي مېشل کلیسا د باروک معمارۍ سبک یوه ښکلې نمونه ده.
اووم ځای: په هامبورګ ښار کي د هېښونکي میناتورۍ ټاټوبی له ۱.۳ مېلیون نندارچیانو سره
په هامبورګ ښارکي د هېښوونکي میناتورۍ ټاټوبی، دا په نړۍ کي د میناتورۍ تر ټولو غټه اوسپنیزه لار ګڼل کیږي، چي تل نوي برخي ورباندي زیاتیږي. دا په اصل کي د ایټالیا د یوې کوچنۍ میناتورۍ ترڅنګ د هامبورګ د میناتورۍ یوه نسخه ده. انجنیرانو همدارنګه په دې ځای کي د سکانډینا، پاټاګونیا او ریودي ژنیرو ځينې برخې هم جوړي کړي دي.
شپږم ځای: د هومبولټ موزيم له ۱.۵ میلیون نندارچیانو سره
یوازې دوه کاله کیږي، چي هومبولټ فورم په نوم دا میوزيم په برلین کي جوړ سوی او اوس په یو داسي ځای بدل سوی، چي ډېر لیدونکي ورڅخه لیدنه کوي. له دباندي څخه دا ځای لکه د پروسیا پاچاهانو د ماڼۍ غوندي معلومیږي، خو د ننه برخه يې یو عصري موزیم دی. دا موزیم د برلین تاریخ ته ځانګړی سوی دی. د طبعي علومو برخه او د نړۍ له بېلا بیلو سیمو څخه هنري خزانې پکښي شاملي دي.
پنځم ځای: د صنعتي زول فراین ټولګه له ۱.۶ میلیون نندارچیانو سره
یو مهال د ایسن په ښار کي د صنعتي زول فراین ټولګه په نړيواله کچه د ډبرو سکرو تر ټولو لوی کان ؤ، چي اوسمهال د یونیسکود نړيوالو میراثونو لیسټ کي شامل دی.له دغه ځای څخه اوس د کنسرټونو، نندارتونونو اوفیسټوالونو جوړولو لپاره ګټه اخیستل کیږي او ترڅنګ خپل شتمن صنعتي تاریخ هم نندارې ته وړاندي کوي. د دې ټولګي مشهور برج یا منار د عکاسانو د خوښي ځای دی او د المان د روهر سیمه د «ایفل برج» په نامه سره شهرت لري.
څلورم ځای: د تروریزم ټوپو ګرافي له د دوه ملیون نندارچیانو سره
د برلین د توپو ګرافۍ د مستند جوړلو مرکز په داسي ځای کي شتون لري، چي له ۱۹۳۳م کال څخه تر ۱۹۴۵م کال پوري د نازيانو د امنيتي واحد (SS) او استخباراتي پولیسو مرکز ؤ. دا هغه ځای و چې نازیانو دلته د یهودانو د شړلو، وژلو او د ډېرو نورو جرمونو پلان جوړوی. دا مرکز د نازیانو د جنایتونو عاملین او قربانیان راپېژني او د آلمان د تاریخ دا تور څپرکی د نندارچیانو په زړونو او فکرونو کي ژوندی ساتي.
درېیم ځای: د برلین موزیم جزیره د ۲.۲ میلیون نندارچیانو سره
د برلین د موزيمونو جزيره يوه ټولګه ده چې د بیلګې په ډول تاسو کولی سی دلته مصري ملکې نفرتیتي [پورته عکس] په نویس موزیم کي و وینی، چي ډیویډ چیپرفیلډ ډیزاین کړی دی. دا د حیرانتیا خبره نه ده، چي یونیسکو دغه موزیم نړيوال میراث اعلان کړی دی.
دوهم ځای: د هامبورګ الب فیلهارموني له ۲.۸ نندارچیانو سره
د هامبورګ الب فیلهارموني په ۲۰۱۷م کال پرانیستل سوه، چي اوس په یو ترټولو ډېر لیدونکي ځای بدل سوی دی. ددغه ځای ډېر نندارچیان د یاد موزیم خارق العاده معمارۍ لیدولو ته ورځي. دغه مشهور ځای پېژندل سوي معمار هرتڅوک او میورون جوړ کړی دی.
لومړی ځای:د کولن لویه کلیسا د ۴.۳ میلیون نندارچیانو سره
په ۲۰۲۲م کال کي له څلورو میلونو زیاتو خلکو د کولن په ښار کي له دغي لويي کلیسا څخه لیدنه کړې وه. دا کلیسا د ۱۵۷مترو په لوړوالي سره د نړۍ تر ټولو دنګه کلیسا ده، چي د ۴۰۰۰ کسانو د ځایولو وړتیا لري. دا کلیسا په حقیقت کي د ګوتیک د معمارۍ شاهکار ګڼل کیږي. دا کلیسا په المان کي ډېر مشهور ځای اود نړيوالو میراثو په لیسټ کي شامله ده.
د برلین براندنبورګ دروازه بیا څنګه؟
ولي د برلین د براندنبورګ دروازه، چي د ليدو وړ ځایونو څخه یو ځای دی، په دې لیکلړ کي نه ده شامله سوې؟ دا په دې خاطر، چي د لوبو د نندارچیانو د شمېر په څېر دغه ځای ته د ورتلونکو شمير هم نه حساب کیږي، همدا سبب دی چي دغه دروازه يې په هغو لسو ځایونو کي نه ده شمېرلې.