1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان صدراعظم د مهسا اميني مړينې ته غبرګون وښود

۱۴۰۱ مهر ۱, جمعه

د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ د جمعې په ورځ په ایران کې د مهسا اميني مړېنه یوه ناوړه پېښه وښوده.

https://p.dw.com/p/4HGcH
د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ
د آلمان صدراعظم اولاف شولڅانځور: BEN STANSALL/Pool/AFP

هغه وويل دا يوه خوفناکه پيښه ده چې تېره اوونۍ ۲۲ کلنه مهسا اميني د «نامناسب کاليو» اغوستلو په دليل تر نيولو وروسته د پولیسو په توقیف کې مړه شوه.

د مهسا اميني تر مړېنې وروسته په ایران کې د اجباري حجاب پر سر اعتراضونه هم شوي چې په هغو کې اعتراض کونکي مړه شوي هم دي.

شولڅ پر ټويټر ليکلي دي: «زه همدارنګه د ایران د زړورو ښځو د اعتراضونو په قربانيانو هم خپه یم.» هغه زياته کړې مهمه نه ده چې د نړۍ په کوم ځای کې وي: ښځې باید د دې توان ولري چې په خپله خوښه ژوند وکړي، پرته له دې چې د خپل ژوند په اړه بېره ولري.

د مهسا اميني په مړينې د نړۍ په سطحه سیاستوالو، هنرمندانو او تر سيلبريتي افرادو پورې غبرګون ښودلی او دغه پېښه ېې غندلې ده.