1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان صادرات د انتظار خلاف ډېر شوي

۱۴۰۲ خرداد ۱۶, سه‌شنبه

د آلمان صادرونکي په دویمه ربع کې ځواکمن پیل ته ورسیدل. د اپریل په پرتله، صادرات ۱،۲ سلنه زیات شوي. په هر حال، اقتصاد پوهان د چین او متحده ایالاتو څخه د لږې هڅونې تمه لري.

https://p.dw.com/p/4SFkq
Deutschland Wirtschaft l Containerterminals im Hamburger Hafen
انځور: Daniel Reinhardt/dpa/picture-alliance

د آلمان صادرات د روان کال د دویمې ربع په پیل کې په حیرانتیا سره لوړ شوي. په اپریل کې د تیرې میاشتې په پرتله ۱،۲ سلنه لوړ شوي چې ۱۳۰،۴ ميلیارد یورو ته رسیدلي دي.

لکه څنګه چې د فدرالي احصایې دفتر د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ، په مارچ کې لا هم ۶،۰ سلنه منفي وه.

له بلې خوا د رویټرز خبري آژانس له خوا د پوښتل شويو اقتصاد پوهانو څخه د ترلاسه شویو ارقامو له مخې د اپریل له پاره د ۲،۵ سلنې کمښت تمه کېده. واردات د ۱،۷ سلنې څخه ۱۱۲ ميلیارد یورو ته راټیټ شوي، له توقع څخه يې شمېر دوه چنده ډېر ښوول شوی دی.

آلمان ته د ځمکې له لارې د افغانستان د جلغوزو صادرات

د شخصي بانک لوی اقتصاد پوه الکساندر اوف هويزر لامپ وویل: «دا وده د تیرې میاشتې د چټک کمښت له پاره کافي نه ده.»

د اروپايي اتحادیې هیوادونو ته صادرات په اپریل کې د هغه د تیرې میاشتې په پرتله ۴،۵سلنه لوړ شوي او  ۷۱،۴ ميلیارد یورو ته رسيدلي. متحده ایالات لومړي پیرودونکي هیواد پاتې شوی: هلته د ۱۳،۱ ميلیارد یورو په ارزښت توکي پلورل شوي چې ۴،۷ سلنه زیاتوالی ښيې. چین ته صادرات ۱۰،۱ سلنه دي.

د جرمني دویسبورګ, بندر، کانتینر, د چین - جرمني اقتصادي اړیکو سمبوليک انځور
د جرمني دویسبورګ, بندر، کانتینر, د چین - جرمني اقتصادي اړیکو سمبوليک انځورانځور: Maja Hitij/Getty Images

کله چې د وارداتو خبره وي، چین مخکښ دی

د دغه اقتصاد پوه په خبره، د دوی صادراتو په چین او متحده ایالاتو کې د ښه شوي اقتصادي وضعیت له امله مثبت پرمختګ کړی، خو وايي چې دلته یو اړخیز حرکت ګورو، د عمده پلور، بهرنۍ سوداګرۍ او نور.

د اروپا اتحادیې څخه دباندي هیوادونو ته د جرمني صادرات ډیر سوي

کله چې د وارداتو خبره راځي، چین تر ټولو مهم سوداګریز شریک دی. له هغه ځایه د ۱۲،۹ميلیارده یورو په ارزښت توکي وارد شوي. له متحده ایالاتو څخه واردات ۸،۰ ميلیاردو ته رسیدلي. یوازې د ۲،۸ ميلیارده یورو په ارزښت توکي له بریتانیا څخه راغلي.

په دې وروستیو میاشتو کې په بهرنۍ سوداګرۍ کې ستر بدلونونه راغلي دي. شنونکي کارسټن بیزرسکي څرګنده کړه: «د آلمان صادرات له تیر دوبي راهیسې خورا بې ثباته دي. په هرصورت، عمومي تمایل پورته نه، مګر ښکته ته اشاره کوي.»