د آلمان سوسيال دموکرات گوند په افغانستان کې د ستراتيژۍ د بدلولو مخه نيول غواړي
۱۳۸۵ بهمن ۱۲, پنجشنبهاعلان
هغه زياته کړه چې د اروپايي اتحاديې د بهرنيو چارو مسوول خاويه سولانا ده سره په دې ټکي کې يوه خوله دی. بېک دا هسې يو خيال وباله چې د آلمان د کشافي الوتکو له لوري راټول شوي معلومات به د بريدونو دپاره ونه کارول شي. د ده ټينگار دا و چې آلمان بايد د جگړيزو نظامي عملياتو ملاتړ ونه کړي. د آلمان او هالنډ په څېر د هېوادونو ملکي او نظامي هڅې تر اوسه پورې د بېک په وينا ډېر لږ ستايل شوي دي. بېک هغو مثبتو بدلونونو ته اشاره وکړه، دا چې 4,5 مليونه کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي او دا چې د روغتيا او ښوونې کچه لوړه شوې ده او زياته يې کړه چې دغه ستراتيژي بايد خرابه نه شي.