1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هورست زیهوفر د اسامه بن لادن د باډي ګارډ د اخراج غوښتنه کړې

۱۳۹۷ اردیبهشت ۲۹, شنبه

د آلمان د کورنیو چارو وزیر هورست زیهوفر د دې هیواد د مهاجرت چارواکو ته امر کړی چې د یو شکمن اسلامست سخت دریځي چې یو وخت یې د اسامه بن لادن د باډي ګارډ یا ستونکي په توګه هم کار کړی، د اخراج پروسه چټکه کړي.

https://p.dw.com/p/2xyuv
Salafist Sami A.
انځور: Matthias Graben/WAZ

د جعمې په ورځ (د ۲۰۱۸ کال د می ۱۸مه) یوې آلمانۍ ورځپاڼې رپوټ ورکړی چې د آلمان د کورنیو چارو وزیر هورست زیهوفر د دې هیواد د مهاجرت او پناه غوښتنې د برخې چارواکو ته امر کړی چې د اسامه بن لادن د پخواني ساتونکي یا باډي ګارډ د هغو اسنادو برابرولو ته چټکتیا ورکړي چې له مخې یې له آلمان څخه د هغه د اخراج له پاره لار هواریږي.

د  اسامه بن لادن د ۴۱ کلن تونسي ساتونکي سمیع ا. دوسیه تیره میاشت هغه وخت توده شوه چې آلمان رسنیو داسې رپوټونه خپاره کړل چې د آلمان د اسختباراتي ادارې لخوا د ممکنه تهدید په کټګوري کې تر شاملیدو سربیره هم نوموړي په آلمان کې حکومتي مرسته ترلاسه کوي.

آلماني چارواکي د ۲۰۰۶م کال راهیسې په دې هڅه کې دي چې دغه کس چې د ۱۹۹۷م کال راهیسې د آلمان په شمال غربي د بوخوم په ښار کې ژوند کوي، له دې هیواد څخه اخراج کړي. د «بیلډ» په نامه د آلمان ورځپاڼې په حواله په خپل پلرني هیواد تونس کې د ممکنه زورزیاتي تهدید د دې لامل شوی چې له آلمان څخه د هغه د اخراج مخه ونیسي.

په آلمان کې د «بیلډ» په نامه ورځپاڼې د دې هیواد د کورنیو چارو د وزیر هورست زیهوفر په حواله لیکلي چې د آلمان د مهاجرت او پناه غوښتنې ادارې یا «بامف» د اسامه بن لادن د پخواني ساتونکي پر ضد د اقداماتو د لغو کولو چارې پیل کړي. یادې ورځپاڼې د هورست زیهوفر په حواله لیکلي: «ما د مهاجرت ادارې «بامف» ته امر کړی چې دغه لړۍ د ډیر لومړیتوب په ورکولو سره پرمخ یوسي.»

Osama Bin Laden Afghanistan
اسامه بن لادن د امریکايي ځانګړو ځواکونو په یو لړ عملیاتو کې په پاکستان کې ووژل شوانځور: Getty Images/AFP/

د آلمان د کورنیو چارو وزیر ویلي چې هغه په پر دې لړۍ له نږدې څارنه ولري او دا چې د آلمان د اساسي قانون د ساتنې محکمه او د بشري حقونو اروپايي محکمې دواړو داسې زیګنال ورکړی چې اسلامست سخت دریځي به له آلمان څخه اخراج کړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د روانې میاشتې په پیل کې آلمان د هایکل اس. په نامه یو بل تونیسي کس له دې هیواد څخه اخراج کړ. پر نوموړي اخراج شوي کس شک وو چې د اسلامي دولت یا داعش ډلې غړی دی او په تونس کې پو یو شمیر ترهګریزو بریدونو کې ښکیل دي. د دې بریدونو په ډله کې په ۲۰۱۵م کال کې د باردو موزیم برید هم شامل دی چې پکې له ۲۰ ډیر کسان وژل شوي وو.

سربیره پر دې سميع له خپلي ماينې او کوچنيانو سره د جرمني په بوخوم ښار کي ژوند کوي. د گلزن کيرښن محکمې مخکې لا ويلي ول چي د هغه کورنۍ آلمانی تابعيت لري. خپله سميع بايد هره ورځ پوليسو ته ځان وښيي. د نورد راين ويستفالن ايالت د مهاجرو چارو وزارت ويلي دي چي سميع د پناه غوښتني د قانون له مخي د مياشتي ۱۱۶۸ يورو هم ترلاسه کوي.