1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان د وسلو یو پر دریمه برخه ترکيې ته صادري شوي

۱۳۹۹ تیر ۳, سه‌شنبه

ترکیه په ۲۰۱۹م کال کې د دویم ځل له پاره د آلمان جوړ وسلو د واردولو په برخه کې لومړی مقام ترلاسه کړی دی. د یوه محرم رپوټ پر اساس د آلمان د جنګي وسلو د صادراتو له یوه پر دریمې برخې ډیر یې ترکیي ته صادري شوي.

https://p.dw.com/p/3eDHo
Deutsche Rüstungsexporte
انځور: picture-alliance/dpa/XinHua

په سیمه کې، د هغو له جملې څخه په سوریې او لیبیا کې د انقرې پر نظامي عملیاتو د برلین پر نیوکو سربیره، ترکیي تیرکال تر هغې د یوه کال مخکې په څیر د آلمان د پوځي تجهیزاتو د واردونکو هیوادونو د کتار په سر کې ځای نیولی دی.

د «دي ولټ» ورځپاڼې د سه شنبې په ورځ (د جون میاشتې په ۲۳ نیټه) رپوټ ورکړ چې آلمان په ۲۰۱۹م کال کې د ۳۳۴ میلیونه او ۶۰۰ زره یورو معادل جنګي وسایل پر ترکيي پلورلي دي چې دا د آلمان د وسلو د صادراتو د مجموعي کچې تر یو پر دریمې برخې هم زیات دی.

د صدراعظمې انګلا میرکل په مشرۍ د آلمان د ائتلافي حکومت د اقتصاد وزارت یو محرم سند له دې مسئلې پرده پورته کړې ده.

په تیرو دوو کلونو کې د آلمان د جنګي وسایلو صادرات ډیر شوي او تقریبا په همدې اندازه د ترکیي واردات هم زیات شوي دي.

آلمان په ۲۰۱۸م کال کې د شاوخوا ۷۷۰ میلیونه او ۸۰۰ زره یورو په ارزښت جنګي وسایل صادر کړي چې نږدې یو پر دریمه برخه یعنې ۲۴۲ میلیونه او ۸۰۰ زره یي ترکيي ته صادر شوي وو.

ترکیه د شمالي اتلانتیک دفاعي سازمان(ناټو) د غړي په توګه د آلمان له متحدینو څخه دی. خو سره له دې ټولو برلین د ۲۰۱۹م کال په اکتوبر میاشت کې د سوریي پر خاوره د ترکي پوځ د تیري په غبرګون کې دغه هیواد ته د نظامي تجهیزاتو د صادراتو یوه برخه وځنډوله.

په دې کې یوازې هغه وسلې شاملې وې چې ترکیه کولی شي د سوریي په کورنۍ جګړه کې ترې استفاده وکړي. د آلمان د اقتصاد وزارت د محرم سند له مخې تیر کال ترکیي ته صادري شوي وسلې د سمندري ځواکونو په حوزې پورې اړه لري.

ترکیي ته د جنګي وسایلو صادرات یوازې د سوریي پر خاورې د تیري له کبله شخړیز نه، بلکې ملګري ملتونه ترکیه د هغو هیوادونو له جملې څخه ګڼي چې د جنګي وسایلو د لیږلو له لارې د لیبیا په جګړه کې مداخله کوي.

سربیره پر دې ترکیي تیره اونۍ د عراق په شمال کې د کردستان د کارګر ګوند (PKK) ملیشو پر سنګرونو برید وکړ.

انقره دغه ډله چې د ترکيې کردانو د یوې برخې استازیتوب کوي یو تروریستي تشکيل بولي. ترکیې ته د وسلو لیږد په آلمان کې دننه د سیاسي ګوندونو له انتقاد سره مخامخ او یوه شخړیزه موضوع ده.

هغه نظامي وسلې او تجهیزات چې آلمان یي ترکیي ته صادروي عبارت دي له ټانک، هوان، کښتۍ، جنګي الوتکۍ، ماین پانکونکي موټر او زرې لرونکي نقلیه وسایط چې د مرستې رسونې په برخه کې ترې استفاده کیږي.

دویچه ویله: ش.ن/ ن. ز