1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د آلمان د عامې روغتيا وزير یو انځور ولې جنجالي شو؟

۱۳۹۹ فروردین ۲۹, جمعه

د آلمان د عامې روغتيا وزير ينس شپان، د دغه هيواد د هسن ايالت له یوه روغتون څخه د ليدنې پر مهال د روغتون له يوه ليفت څخه استفاده کړې. له دغې صحنې څخه اخيستل شوی انځور جنجالی شوی او د خلکو غبرګونونه يې راپارولي دي.

https://p.dw.com/p/3b4Z8
Coronavirus Klinik Gießen Politiker im vollen Aufzug
انځور: picture-alliance/dpa/HR/B. Weissenborn

په کوچني ليفت کې د آلمان د عامې روغتيا له وزير سره د هسن ايالت لومړی وزير او يو شمیر نور لوړپوړي چارواکي چې ماسکونه يې هم تړلي دي، ليدل کيږي. له دوی سره څو تنه روغتيايي کارکونکي هم تر سترګو کیږي. دغه انځور د هسن ايالت د ګيسن پوهنتون په روغتون کې د يوه خبريال له خوا اخیستل شوی چې هغه بيا رسنيو ته ورکړی دی.

دغه انځور په ټولنيزو رسنيو کې ډير لاس په لاس شوي دي. د ټويټر ډيرو کارونکو يې په مقابل کې غبرګون ښکاره کړی او دا يې د چارواکو له خوا د قانون ماتول بللی دی. د آلمان پوليسو ويلي دي چې د ټاکل شوو مقرراتو نه رعايتول، د ټولو آلمانيانو له پاره يو ډول قانوني عواقب لري.

د پولیسو د يوه وياند په خبره د دغه انځور تر خپريدو وروسته، ډيرو خلکو دوی ته شکايتونه کړي او دغې موضوع ته د رسيدګۍ غوښتنه يې ورڅخه کړې ده. د هسن ايالت ویاند «فرانکفوتر الګماينه ورځپاڼې» ته ويلي دي: «دا د بحث وړ موضوع نه ده، خو نبايد داسې کار شوی وای.»

د آلمان د عامې روغتيا وزير خپله تيروتنه منلې ده. هغه پر خپل ټويټر ليکلي دي: «هو، دا سمه خبره ده چې د ماسک نه د استفاده سربيره، باید فاصله رعایت شي. بل ځل به ډير ساده له زينو څخه استفاده وکړم.»

اوس مهال په آلمان کې د کرونا ويروس د خپريدو د مخنيوي په موخه، لږ تر لږه د يونيم متر فاصلې رعايتول، اجباري ده. په هسن ايالت کې د دغې مقررې د نه رعایت له پاره تر پنځه زرو يورو پورې جريمه ټاکل شوې ده. وبه کتل شي چې آلمان له خپل وزير سره څه ډول چلن کوي.

له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: