1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د آلمان دولت د واکسين جوړولو له يوه شرکت سره شريک شوی

۱۳۹۹ خرداد ۲۷, سه‌شنبه

د آلمان دولت د توبنگن ښار د «CureVac» شرکت سره شريکیږي. دغه شرکت له ځينو نورو شرکتونو سره د کرونا ويروس واکسين جوړولو په موخه څیړنې کوي. په دې توگه به دغه شرکت اوس لا زيات مالي تضمين ولري.

https://p.dw.com/p/3dquc
Symbolbild | Forschung | Impfstoff | Covid-19
انځور: picture-alliance/ANE

د آلمان دولت د توبنگن د بيوتخنيک شرکت «CureVac» سره د شريکيدو پريکړه کړې ده. دا خبر د اقتصاد وزير پيتر التماير، د کيور واک شرکت او د هغه تر ټولو ستر پانگوال دياويني شرکت له خوا ورکړل شوی دی. ويل شوي دي چې د آلمان حکومت به د دغه شرکت پر تجارتي سياست هیڅ ډول نفوذ ونه لري.

دولتي بانک «کې ايف وي» د دغه شرکت د ۲۳ سلنه ونډې اخيستلو له پاره ۳۰۰ ميليونه يورو ځانگړي کړي دي. کيور واک پر نورو سربيره د کرونا واکسين جوړولو له پاره څيړنې کوي.

د توبنگن څيړونکي هغه وخت د خبرونو سر ټکي وگرځيدل کله چې د امريکايي حکومت د دې شرکت د ونډو په اخيستو کې ليوالتيا وښووله. د رسنيو په حواله ترمپ ښايي دې شرکت ته د ډيرو پېسو په بدل کې امريکا ته لومړی د واکسين د ورکړې وړاندیز کړی وي. خو شرکت دا خبرونه ردوي. په ننني مطبوعاتي کنفرانس کې هم د شرکت له خوا دغه خبره رد شوه.

۱۶۰ کانديد واکسينونه

د آلمان د اقتصاد وزير پيتر التماير وويل چې د کيور واک تخنيک د ډيرو انسانانو له پاره د نويو واکسينونو او درملنې د امکاناتو د برابرولو او بازار ته د عرضه کولو وړتيا لري. هغه زياته کړې چې دا شراکت د آلمان د حکومت د صنعت د تگلارې برخه ده. د نوموړي په خبره کیور واک هغه شرکت دی چې د کرونا ويروس د واکسين جوړولو په سيالۍ کې شريک دی.

د ياويني شرکت شريک مشر ديتمر هوپ وويل چې هغه ډير خوښ دی چې دولت هم د کیور واک شرکت په اهميت پوهيدلی. د همدې اوونۍ په پيل کې آلمان، فرانسې، ايتاليا او هالند د ورته هدف په موخه د استرازينيکا په نوم درمل جوړولو شرکت سره د يوه توافق اعلان وکړ.

دا څلور هېوادونه غواړي د کرونا واکسين چې دا څيړنې پرې روانی دي، ۴۰۰ ميليونه دوزه د ځان له پاره خوندي کړي. د «اي وای» د آزميښتې او مشورتي شرکت د یوې څيړنې په حواله دمگړۍ د درملو شرکتونه د کرونا له پاره پر ۱۶۰ کانديدو واکسينونو باندې کار کوي. پر دې سربيره د ۲۴۰ ډوله اغیزمنو درملو په اړه څيړنې روانې دي.

په دې برخه کې تر ټولو پيژندل شوي د جيليد ساينسس شرکت د رمدسوير په نامه درمل دي. په اصل کې دغه درمل د ايبولا ناروغۍ له پاره کشف شوي ول خو جواز یې ترلاسه نه کړ. دا چې دغه درمل به اوس د کرونا پر ضد اغیزمن وي او که نه، په دې اړه یې پر دريو پړاونو يوه څيړنه ارزول کيږي چې ښايي تر هغه وروسته به جوازې امکان ولري.

۹۷ سلنه درمل ايسته اچول کیږي

په داسې حال کې چي لا دمخه د موجودو درملو او د همدې مرض له پاره د کشفيدونکو درملو په برخه کې د پانگونې مصارف لا نه شي سنجول کیدلې، د نويو درملو او واکسين د څيړنو له پاره ډېري زياتي پیسې مصرفيږي. همدا راز د دې درمل کاميابي او يا ناکامي په اړه هم ډېر خطرونه شته.

په نورو هېوادونو کې هم حکومتونو له واکسين جوړونکو شرکتونو سره ډېرې پېسې بندې کړي دي. ځکه چې له خطر سره د تړلو څيړنيزو مصارفو ترڅنگ بايد يو شرکت د توليد وړتيا هم ولري، څو وکولی شي يو ممکنه واکسين په لويه کچه توليد او ژر نړيوال بازار ته وړاندې کړای شي.

کارپوه اليکساندر نيوکن په دې اړه وايي: «د يوه اغیزمن او مطئمن واکسين له پاره هیڅ تضمين نه شته. زموږ د اټکلونو پر اساس ۹۷ سلنه هغه مواد چې اوس پرې کار روان دی، ايسته به واچول شي.»

bs/nz (Mischa Ehrhardt )