د آلمان حکومت د ملاريا په وړاندې د مبارزې غږ کوي
۱۳۸۶ اردیبهشت ۵, چهارشنبهاعلان
دا په داسې حال کې چې د نوموړي مرض مخنيوی د پشه خانو او نويو دارو درملو د لارې کېدای شي. لومړۍ وزيرې انگلا مېرکل پر صنعتي هېوادونو ټينگار وکړ چې له افريقايي هېوداونو سره کړو ژمنو ته دې وفاداره پاتې شي. دغه څرگندونې مېرکل د برتانيې له لومړي وزير توني بلير او د ملگرو ملتونو د پخواني عمومي منشي کوفي عنان سره تر کتنې وروسته وکړې. مېرکل زياته کړه چې د اتو صنعتي هېوداونو غونډه په آلمان کې به له افريقې سره د مرستې ژمنې بېرته تازه کړي.