د آلمان حکومتي ګوند ګواښونکو ته د توقیف غوښتنه کوي
۱۳۹۵ دی ۷, سهشنبهد CSU یا د آلمان سوسیال مسیحي اتحاد حکومتي ګوند په کلوسټر زیوون کې د خپل کنفرانس د پریکړه لیک په مسوده کې چې د «زود دویچه سایټنګ» آلمانۍ ورځپاڼې ته یې سپارلی دی راغلي دي: «هغه څوک چې زموږ هیواد ته ګواښ پیښوي، خپل د میلمه توب حق له لاسه ورکوي». د دغه پریکړه لیک مسوده د «زموږ د آزادۍ له پاره امنیت» تر عنوان لاندې خپره شوي ده.
حتی ۱۴ کلن هم په دغه قانون کې راځي
د CSU ګوند له نظره امکان لري په راتلونکي کې حتی که يو شکمن کس ۱۴ کلن هم وي د آلمان د اساسي قانون د حفاظت پروګرام له مخې دي تر څار لاندې ونیول شي، څو په کم عمرۍ کې يې د افراطي کیدو مخنیوی شوی وي.
د یوه جرم په صورت کې نور نو له ۱۸ څخه تر ۲۱ کلنو پورې ځوانانو یا نابالغو له پاره د ټاکل شوې مقررې پر بنسټ نه، بلکې د لویانو په اندازه بشپړه سزا ورکول کیږي. په اساس کې به د اخراجولو شرایط لا پسې سخت شي.
د آلمان د سوسیال مسیحي ګوند له نظره رد شوي مهاجر کیدای شي خطر پیښ کړي، نو په دې دلیل دوی باید د اخراجیدو تر وخته پوري په توقیف کې وساتل شي. د دوی په خبره د برلین د پيښې عامل هم په دې ډله کسانو کې راځي.
نوموړی ګوند غواړي چې د رد شویو مهاجرو د اخراجولو موده چې په اوس وخت کې ۴ ورځې ده، څلورو اونیو ته وغځوي. همدارنګه د پولیسو او اساسي قانون د حفاظت پروګرام د اختیاراتو زیاتول هم د دې ګوند له غوښتنو څخه دي.
د آلمان په بایرن ایالت کې د سرحدي کنترول سختول او په دې برخه کې د شفافیت تر څنګ د CSU حکومتي متحد ګوند CDU یا مسیحي دیموکرات ګوند خپل څلور اساسي غوښتنې بیا تکرار کړي دي چې په هغو کې د امنیتي ادارو له پاره د لا زیات پرسونل استخدامول، د قانون پلي کوونکو ادارو واک زیاتول، د اروپایې هیوادونو تر منځ د معلوماتو د شریکولو په سیستم کې بهتروالی د بیلکي په توګه د ایمیل، واتس آپ او سکایپ پروګرامونو په برخه کې.
په «زود دویچه سایټنګ» آلمانۍ ورځپاڼه کې د CSU ګوند د خپور شوي دریځ له مخې «په عمومي توګه د هر یوه قانون ماتوني پيښي په برخه کې د معلوماتو پټ ساتلو حق او یا هم له هغې څخه د ناوړه استفادې خطر په پام کې نیول یوه تیروتنه ده.»
نور مطالب: