د آلمان او برازيل تر مينځ همکاري
۱۳۹۰ اردیبهشت ۱۶, جمعهد آلمان ولسمشر، کرستيان وولف، نن د خپل برازيلي سيالي سره په دغه هيواد کي وکتل ترڅو د دواړو هيوادونو تر مينځ سوداگريزي اړيکو باندي خبري وکړي. دي په داسي حال کي برازيل ته سفر کوي چي په 2014 کال کي به د فوتبال نړيوالي سيالي په همدغه هيواد کي په لاره واچول شي.
د برازيل ولسمشره، دلما روسف، چي تازه د شني ټوخلي د ناروغي څخه روغه شوي خپلي ډير شمير جلسي فسخه کړي خو د المان د ولسمشر سره يي وليدل. هغی وويل: «زه اوس ښه شوي يم خو بايد چي ارام وکړم. »
د برازيل ولسمشري خپل الماني سيال ته، په برازيل کي د پانگي اچوني ډير ساحي په گوته کړي. برازيل کي به په 2014 کال کي د فوتبال نړيوالي سيالي په لاره واچول شي ځکه خو المان غواړي په دغه هيواد کي د فوتبال په ساحه کي پانگه اچوني وکړي.
په يو خبري کنفراس کي د برازيل ولسمشري وويل چي انتظار کيږي چي الماني پانگوال او د الماني تکنالوژي د ريودي جينيرو او ساو پاولو تر منځ د يو گړندي اوگاډي په جوړولو کي ونډه واخلي.
وولف او د هغه کوربي د انرژي پر موضوعاتو باندي، خصوصا د بيا استفادي وړ د انرژيو د منابعو په هکله خبري وکړي. د برازيل ولسمشري وولف ته وويل چي له ايتانول څخه د موټرو د تيلو په توگه په برازيل کي د دري پيړيو را په دي خوا استفاده کيږي او د خوراکي توکو پرتوليد باندي يي کومه ناوړه اغيزه نه ده کړي.
له دغو تيلو څخه اوس په المان کي هم تر يو اندازي پوري د موټرو د تيلو په توگه استفاده کيږي. برازيل لاتيني امريکا ته د ولسمشر وولف د سفر د لړي وروستي تمځاي دي.
آژانسونه/مسعود جهش
کتونکي: عبدالباري حکيم