1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

د آلمان استخباراتو په ۲۰۱۶م کال کې د داعش د برید مخه نیولې

۱۳۹۷ مهر ۲۶, پنجشنبه

د آلمان استخباراتي چارواکو په ۲۰۱۶م کال کې د اسلامي دولت یا داعش ډلې یو پلان شوی برید خنثی کړی. د دې برید له پاره یوې ښځې او خاوند یې سوریې ته سفر کړی وو ترڅو آلمان ته د جنګیالیو یوه ډله ولیږي.

https://p.dw.com/p/36kjJ
Bundesamt für Verfassungsschutz Köln
انځور: picture-alliance/ dpa

د بربنډو شوو معلوماتو له مخې په آلمان کې د ۲۰۱۶م کال په ترڅ کې د داعش ډلې لخوا د پلان شوي برید له پاره په اصل کې د یادې ډلې دریو ټیمونو غوښتل چې آلمان ته ولاړ شي او په دې هیواد کې د یوه خونړي او ویجاړونکي برید له پاره تابیا ونیسي. د معلوماتو له مخې داسې تخمین کیده چې د برید په هدفونو کې به د موسیقۍ یو ستر فستیوال هم شامل وي.

د خپرو شوو معلوماتو له مخې پلان داسې وو چې د اوګوز جي. په نامه یو سړی او د مارشیا ام. په نامه یوې میرمنې باید د ۲۰۱۵م کال په مني موسم کې سوریې ته سفر کړی وای څو هلته د داعش ډلې په منځ کې د دغه برید له پاره مرکزي رول ولوبوي. 

د هغه وخت د داعش ډلې په مرکز رقه ښار کې مارشیا ام. چې په خپله هم اسلام ته اوښتې وه، په دې هڅه کې وه څو د آلمان په شمال کې میرمنې دې ته وهڅوي چې د داعش ډلې له جنګیالیو سره ودونه وکړي او په دې ترتیب د داعش ډلې یو شمیر جنګیالي آلمان ته د داخلیدو لار پیدا کړي.

د دې هڅو پرمهال مارشیا ام. د آلمان د داخلي استخباراتو یا د آلمان د اساسي قانون د ساتنې د ادارې له یوې پټې غړې سره هم اړیکه نیولې وه. تر دې تماس وروسته، نوموړې ښځې چارواکي په جریان کې واچول څو دغه پیښه وپلټل او تعقيب کړل شي.

د دغې پیښې جزئیات بیا وروسته د اې. آر. ډي (ARD) او وي. ډي. آر (WDR) رسنيو تر تحقیقاتي رپوټ وروسته رابرسیره شول. د دغې پیښې په هکله په آلمان کې د زود دویچه څایتونګ او څایټ په نامه ورځپاڼو هم تحقیقاتي رپوټونه چمتو کړي وو. سربیره پر دې، د آلمان د فدرالي څارنوالۍ دفتر هم د دغې پیښې پخلی کړی وو.

آلماني څارنوال پیټر فرنک په دې هکله اې. آر. ډي (ARD) تلویزیوني چینل ته وویل: «موږ د برید د پلان په هکله معلومات ترلاسه کړل او په دې ترتیب سره موږ د ۲۰۱۶م کال په اکتوبر میاشت کې وکولی شول چې د جنايي جرم دوسیه پیل کړو.» نوموړي همدا راز زیاته کړه چې په دې پیښه کې حقایق تر ډیر کره او د اعتماد وړ وو.

د ترهګریز برید د پلان شنډیدل

د معلوماتو له مخې دغه پلان په آلمان کې د ترسره شوو پلټنو او همدا راز په سوریه کې له هغې سیمې څخه د داعشیانو شړل وو چې یو وخت د دوی په ولکه کې وه. د «څایټ» په نامه آلمانۍ ورځپاڼې په دې هکله په خپل رپوټ کې لیکلي چې په دې برید کې ښکیلو دواړو کسانو یعنې میرمنې او خاوند یې ځانونه په ۲۰۱۷م کال کې کردي چارواکو ته وسپارل. په رپوټ کې زیاته شوې چې له هغه وخت راهیسې، دوی د سوریې په شمال کې په بند کې شپې او ورځې سبا کوي.

یو شمیر رسنیو په سوریه کې له اوګوز جي سره مرکې وکړي او د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې دغه کس د آلمان د شمالي ایالت نيدرزاکسن د هیلدشایم ښار اوسیدونکی وو. نوموړي په خپلو خبرو کې ادعا کړې وه چې په تصادفي ډول د برید په دغه پلان کې ډیر ښکیل شوی دی. نوموړي همدا راز ویلي وو چې وروسته له هغې چې د برید د پلان په هکله یې لا ډیر معلومات ترلاسه کړل، هغه له دې حالت څخه د وتلو هڅه هم کړې وه.

زیاته شوې چې د برید دغه پلان د اسلامي دولت ډلې یا داعش د یوه جګپوړي غړي له خوا په لاره اچول شوی وو. د دغه داعشي نوم ابو معصب الآلماني ښوول شوی او داسې ګمان کیږي چې دغه کس به د یادې ترهګرې ډلې سویسي غړی توماس سي. وي. دغه جنګیالی په سوریه کې بیا وروسته په یوه جګړه کې ووژل شو.

يادونه: دویچه ویله د افرادو د شخصي معلوماتو د خوندي ساتلو قانون ته په احترام سره، په یوه پیښه کې د ښکیلو کسانو یوازې لومړی نوم په خپلو رپوټونو کې کاروي.