1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان د ټولنيزو محدوديتونو پر احتمالي لرې کولو غور کوي

۱۳۹۹ فروردین ۲۴, یکشنبه

د آلماني کارپوهانو يوې ډلې يوه پیشنهادي طرحه وړاندې کړې چې څنګه آلمان په تدريجي ډول له موجوده اضطراري حالت او لګول شوو محدوديتونو څخه راوباسي. صدراعظمه مرکل به په دې اړه د ايالتي لومړي وزيرانو سره تيلفوني کنفرانس ولري.

https://p.dw.com/p/3anXn
Deutschland | Ministerpräsidentenkonferenz trifft Bundesregierung
انځور: picture-alliance/dpa/B.v. Jutrczenka

په آلمان کې د مختلفو څانګو کارپوهانو یو دولس کسیز ټيم يوه داسې پيشنهادي طرحه چمتو کړی چې له مخې يې څنګه په آلمان کې د کرونا بحران پر ضد لګول شوی محدوديتونه کم کړل شي. دغه طرحه د آلمان د «نورراين ویستفالن» ايالت د لومړي وزير، آرمین لاشت، په وړانديز، چمتو شوې چې کيدای شي د سیاستوالو د پام وړ واقع شي.

د آلمان خبري آژانس او آلمانۍ ورځپاڼې «فرانکفورتر الګماينه» د شنبې ورځې په ماښام (د ۲۰۲۰م کال د اپريل ۱۱مه) د دغې طرحې خلاصه چې څلور برخي دي، خپره کړې ده.

کارپوهان په دې باور دي چې په لومړي سر کې بايد دا روښانه شي چې د کوويد-۱۹ ناروغۍ د ابتلا خطر په کوم ځای کې ډير او کوم ځای کې لږ دی. دا هم بايد مشخص شي چې پر نوی کرونا ويروس باندې مبتلا کیدل د کومو کسانو له پاره ډير خطرناک دی. دوه نورې برخې يې د ټولنې او اقتصاد په اړه او په مختلفو برخو کې د لګول شوو محدودیتونه د مثبتو پايلو ارزونې تشکيلوي.

کارپوهان د ژر خوشبينۍ څخه خبرداری ورکوي او په دې باور دي چې آلمان بايد د کرونا نوي ويروس پر خپريدا د بشپړ کنترول درلودولو څخه د مخه، په دې پوه شي چې له دغه بحران سره به يې سر او کار پاتې وي.

د آلمان د کارپوهانو په دغه دولس کسيز ټيم کې يو شمير يې دغه کسان دي: د بُن ښار اوسيدونکی او ويروس پيژندونکی هندريک شتريک، د آلمان د اساسي قانون د محکمې پخوانی قاضي اودو دي فابريو او په کلن ښار کې د آلمان د اقتصاد د انستيتوت رئيس مشائيل هوتر.

د آلمان خبري آژانس او د فرانګفورتر الګماينه ورځپاڼې ته په لاس ورغلو معلوماتو له مخې، دغه کارپوهان سپارښتنه کوي چې لګول شوي ټولنيز محدوديتونه به هغه وخت کم کړل شي چې د دې ډاډ حاصل شي چې روغتيايي سيستم نور تر ډير فشار لاندې نه دی او د بحران د «مونيتورينګ» له پاره بهتره لارې چارې چمتو شوي دي.

د آلمان مرکزي حکومت د کرونا ناروغۍ پر ضد د مبارزې له پاره د محدود کونکو تدابيرو په اړه تر دې مخکې له ايالتي حکومتونو سره توافق ته رسيدلی دی او په پام کې دی چې د راتلونکې چهارشنبې په ورځ (د اپريل ۱۵مه) د کار د ادامې په اړه بحثونه وکني.

تمه ده چې صدراعظمه انګلا مرکل به د اپريل په ۱۹مه د ايالتي لومړي وزيرانو سره د ټيلفوني کنفرانس پر مهال، د يو لړ احتمالی محدوديتونو د لغوې يا تغيير په اړه خبرې وکړي.

د کارپوهانو دولس کسيز ټيم په دې بارو دی چې له بحران څخه د وتلو يوه احتمالي لار کیدای شي په تدريجي توګه په مختلفو برخو کې پر ټولنيز فعاليتونو د لګول شوو محدوديتونو لرې کول وي چې په دې کې ښونځي، روزنيز مرکزونه او کاروبار هم راځي.

د دغو کارپوهانو یوه بله سپارښتنه، د کوويد-۱۹ ناروغۍ د تشخيص له پاره د زيربنايي اسانتياو برابرول دي تر څو د هغو کسانو دوامداره معاينات او آزموينې په کې ترسره شي چې د دغې ناروغۍ علايم په کې ليدل کيږي.

حاضر وخت، په آلمان کې د ورځې ۱۰۰ زره د کرونا ناروغۍ د تشخيص آزموينې ترسره کيږي، خو د پلان له مخې په پام کې ده چې دغه آزموينې په ورځ کې نيم ميليون ته پورته شي.

اکثره آلماني کارپوهان او سياستوال په دې باور دي چې د کرونا ويروس د خپريدو سره د مقابلې په لار کې تر اوسه د لګول شوو محدوديتونو رعايت کول ډير ګټور ثابت شوي، لکه له دوو څخه د ډيرو کسانو د يو ځای کېدل ممنوعيت، د فاصلې مرعاتول او داسې نور. دوی ټينګار کوي چې دغه وضعیت باید وساتل شي تر څو د ابتلا پيښې ډيرې نه شي.