1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آریانا نیوز د دوو خبریالانو د فوري پریښودلو غوښتنه

۱۴۰۰ بهمن ۱۲, سه‌شنبه

رسنیزو او د بشر حقونو د دفاع سازمانونو له طالبانو څخه د خصوصي تلویزوني شبکې آریانا نیوز د دوو خبریالانو د فوري خلاصون غوښتنه کړه. دغه خبریالان تیره ورځ د خپل دفتر له مخې بېول شوي، خو طالبان د هغوی نيول کیدل ردوي.

https://p.dw.com/p/46MHm
Afghanistan | Taliban-Kämpfer
انځور: Str/XinHua/dpa/picture alliance

په آریانا نیوز تلویزیون کې منابعو ويلي دي چې د دغې شبکې دوه خبریالان، وارث حسرت او اسلم حجاب، تیره ورځ د دفتر څخه د باندې د وسلوالو کسانو له خوا وړل شوي دي. د دغو دوو خبریالانو کورنیو هم د هغوی نیول کیدل تائيد کړي دي.

د آریانا نیوز تلویزیون يوه کارکونکي د خپل نوم د نه ښودلو په شرط «ډي پي اې» یا د آلمان خبري آژانس ته وويل: «زموږ د نظارتي کامرو ويډيوګانې ښيي چې هغوی یونيفورم اغوستونکو کسانو له خوا چې په حکومتي موټر کې سپاره ول، وړل شوي دي.«

د آریانا نیوز له مسئولانو څخه یوه يې پرته له دې چې د طالبانو نوم واخلي د فرانسې خبري آژانس ته وويل چې دغه دوه خبریالان کله چې د غرمې ډوډۍ خوړلو له پاره له دفتره ووتل، د نقاب پوشه افرادو له خوا یوړل شول. هغه وویل چې طالب چارواکو ورته د «جامع تحقیقاتو څخه ډاډ ورکړی دی«.

د افغانستان د رسنيو ټولنې چې تازه په افغانستان کې د خبریالانو د حقونو د دفاع له پاره ایجاد شوې، ويلي دي چې د آریانا نیوز دوه خبریالان د دوشنبې په ورځ د طالبانو له خوا «نامعلوم ځای» ته بیول شوي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان یا ایمنسټي انټرنیشنل هم په يوه ټويټري پیغام کې له طالبانو څخه غوښتي دي چې دغه دوه خبریالان دې له «قید او شرط پرته فوراً» آزاد کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو نمايندګۍ یا یوناما هم د رسنیو او بیان آزادۍ د محدودیتونو په اړه خپله انديښنه ښکاره کړې ده.

یوناما په خپله فیسبوک پاڼه کې له طالبانو غوښتنه کړې چې د دغو دوو خبریالانو د نیولو علت دې روښانه کړي. په دغې اعلاميه کې راغلي دي: «موږ همدارنګه له طالبانو څخه غواړو چې د هغو دوو افغان فعالو میرمنو د اوسیدو ځای هم روښانه کړي چې دوه اوونۍ مخکې لادرکه شوي دي«.

دوه اوونۍ مخکې د ښځو د حقونو دوه افغان فعالانې، تمنا زرياب پرياني او پروانه ابراهیم خيل، چې د طالبانو له خوا د لګول شوو محدودیتونو پر ضد یې اعتراضونو کې ګډون کړی وو، لادرکه شوې چې تر اوسه يې د برخلیک څخه معلومات په لاس کې نه شته.

د طالبانو ویندویانو د دغو دوو خبریالانو د نیولو په اړه ناخبري ښودلی ده. د وارث حسرت ورور د ټيلفون له لارې «ډي پي اې» خبري آژانس ته وويل: «موږ تر اوسه هڅې کوو چې پوه شو هغوی چیرته بیول شوي دی. موږ د هغوی د امنیت په اړه ډير انديښمن یو.«

که څه هم هغه ادعا وکړه چې دغه دوه خبریالان د طالبانو د ملي امنیت له خوا بیول شوي دي، خو د طالبانو د ملي امنیت ادارې ویاند، مولوي همراز، وويل چې دغه دوه خبریالان هغوی سره نشته دي.

طالبان چې د تیرکال اګست میاشتې په نیمايي کې قدرت ته رسيدلي اعتراض کونکو سره په شدت چلند کوي او د هیواد پر رسنیو باندې يې یو لړ محدودیتونه وضع کړي دي.

طالبانو تر اوسه پورې څو ځله خبریالان د اعتراضونو د پوښښ پر مهال په موقتي توګه نیولي، ورسره بد چلند او وهلي ډبولي دي.

 af/nf/mks/akh/ (AFP, dpa)