1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستیونان

د آتن او انقرې ترمنځ سیاسي لوبه؛ زیان یې مهاجرو ته رسیږي

۱۴۰۱ مهر ۲۹, جمعه

د یونان پولیس د مهاجرو یوه ډله نیسي چي کالي یې ایستل سوي دي. آتن او انقره د دې کار پړه یو پر بل اچوي. په عین وخت کي د اروپايي ټولني یو رپوټ یونان ترفشار لاندي راوستی دی.

https://p.dw.com/p/4IVR1
د ايوروس سيند پر غاړه مهاجر
د ايوروس سيند پر غاړه مهاجرانځور: Ahmed Deeb/dpa/picture alliance

د یفروس د رود په اوږدو د یونان او ترکیې ترمنځ سرحد یوه پوځي ممنوعه سیمه ده. د یونان حکومت ډیر لږ څه معلومات د هغو پیښو په باره کي چي هلته رامنځته کیږي، له نورو سره شریکوي. پناه غوښتونکي په منظم ډول د یونان او ترکيې د چارواکو له خوا د شکنجو په هکله رپوټونه ورکوي.

اوس هغه عکسونه هم د حیرانتیا وړ دي چي د یونان د مهاجرو چارو وزیر، نوتیس میتاراکیس څو ورځي مخکي په تویتر کي خپاره کړي دي.

په دغو عکسونو کي ۲۰ مهاجر لیدل کیږي چي لڅ لغړ په یوه چمن کي ولاړ دي چي شاوخوا یې په وښو پټ دی. هغوی خپل جنسي اعضاي په لاسونو پټ کړي. ځیني یې په داسي بد حالت کي پر مځکه پراته دي، لکه کوم چاچي ورته امر کړی وي چی همداسي پاته سي.

د یونان د مهاجرو چارو وزارت په حواله په عکسونو کي ښودل سوې چي دغه نارینه له افغانستان، سوریې، ایران، فلسطین او مراکش څخه د مهاجرو په یوې  ۹۲ کسیزي ډلي  پوري اړه لري.

یونان: په ډوبې شوې کښتۍ کې د مړه شوو مهاجرو شمیر لوړ شوی

نوموړی وزارت وايي چي دغه نارینه د ترکي چارواکو له خوا مجبوره کړای سوي دي چي د کوچنیو کښتیو په مرسته د ایفروس له رود څخه یونان ته واوړي. هلته یوناني چارواکو هغه نیولي دي.

د یونان د کډوالو چارو وزیر میتراکیس دا کار د «تمدن په وړاندي یو جنایت» بولي او د تویتر له لاري یې له انقرې څخه غوښتي چي په دې اړه یوه پلټنه وکړي. همدارنګه د اروپايي ټولني د سرحدونو د ساتني آژانس فرونتکس هم په دغه ماموریت کي برخه اخیستې وه.

نوموړي آژانس له دویچه ویلي سره په مرکه کي ویلي دي چي هغوی د تیري جمعې په ورځ له ۹۲ مهاجرو څخه د ۱۴ مهاجرو په ژغورلو کي مرسته کړې ده. دغه نارینه تر یو ځایه بربنډ وه. ځینو یې ښکاره ټپونه درلودل.

فرونتکس دا هم تائید کړې چي یوناني پولیسو لومړی د دغو مهاجرو ځای معلوم کړی او بیا یې له فرونتکس څخه د مرستي غوښتنه کړې ده.

ترکیه دغه تورونه ردوي

ترکیه د ځان په هکله دغه ډول تورونه رد کړي دي. انقره په آتن تور لګوي چي له مهاجرو سره غیرانساني چلن کوي ترڅو د مهاجرو پرغیر قانوني شاتګ باندي پرده اچوي.

د ترکیې داخله وزیر مولود چاویز اوغلو انتقاد کوي چي یونان د دغو بربنډو مهاجرو عکسونه کاروي، پرته له دې چي د هغو د وخت او د پیښي د ځای په هکله معلومات ورکړي.

د ايوروس سيند د يونان او ترکیې سرحد ټاکي
د ايوروس سيند د يونان او ترکیې سرحد ټاکيانځور: Cihan Demirci/AA/picture alliance

په استانبول کي د بشري حقونو د ادارې مدیره او د مهاجرو وکیله، تونجا دویګو کوکزال، هغه وخت ته اشاره کوي چي د مهاجرو وزارت دغه عکسونه وړاندي کړي دي. هغه وایی: «تويت دقیقاً هغه وخت راغی کله چي له درغلیو سره د مبارزې د اروپايي ادارې OLAF رپوټ خپور سو چي پکښي  یونان له مهاجرو سره په بد چلند تورن سوی دی.

د کوکزال په خبره اوس یونان د دغه رپوټ په غبرګون کي هڅه کوي د خلکو پام بلي خواته واړوي.»

آیا د فرونتکس ماموریت د اروپايي ټولني د قوانینو ضد دی؟

د ۲۰۲۲م کال د اکتوبر مياشتي په نیمايي کي د شپیګل خبري مجلې د بیرته ستنیدونکو په اړه د فرونتکس د نقش په هکله د OLAF رپوټ د یونان او ترکیې ترمنځ سرحد کي وړاندي کړ. د Pushbacks یا بیرته ستنولو د مقرراتو له مخي په سرحد کي له پناه غوښتونکو څخه د پناهندګۍ د ورکولو حق اخیستل کیږي چي دا کار د اروپايي ټولني او نړیوالو حقونو څخه سرغړونه شمیرل کیږي. د نوموړي رپوټ لیکوالان داسي نتیجه ګیري کوي چي فرونتکس د یوناني چارواکو له قانون ماتولو څخه خبر وو او د هغو پر کارونو یې پرده غوړولې ده.

په آژه سمندرګي کې د افغانانو په ګدون مهاجر ژغورل شوي

د چارواکو له هغو آنلایني چت او ایمیلونو څخه هم دا څرګندیږي چي له بشري حقونو څخه د سرغړونو نورو مشخصو پیښو په هکله هم مسئولو ادارو ته خبر نه دی ورکړل سوی.

د رسنیو د رپوټونو له مخي، د ۲۰۲۲م کال په اپریل کي پر فونتکس باندي فشار دومره لوړ سوی وو چي د هغه وخت مدیر فابریس لیګیري استعفا ورکړه.

د قانون د حاکمیت نقضول

د یونان د مهاجرینو چارو وزارت څخه ویل کیږي چي په ایوروس کي نیول سوي مهاجر اوس د پولیسو سره بندیان دي او په راتلونکو ورځو کي به د فایلاکیو د محلي حکومت مرکز ته وسپارل سي.

له کلونو راهیسي رسنۍ او غیر حکومتي خیریه سازمانونه رپوټونه ورکوي، چي د اروپايي اتحادیې دباندي سرحدونو او هم یونانیانو او ترکانو له خوا د مهاجرو او پناه غوښتونکو سره زورزیاتی کیږي.

ناظرین اندېښنه لري او انتقاد کوي چي د ایوروس د ناحیې واقعې اوس بیا په اثبات ورسوله چي سړی د پناه غوښتونکو څخه څنګه سیاسي سؤاستفاده کوي. 

په تیسالونیکي کي د موبایل معلوماتي ټيم په نوم يوه بنسټ دویچه ویله ته ویلي دي چي د ایوروس د ناحیې اوسنی واقعه یوازنۍ پېښه نه ده، بلکي له ډېره وخته څخه د یونان په دباندني سرحدونو او هم د یونان په داخل کي د مهاجرو په مقابل کي د بې حده ډېر تشدد څخه کار اخیستل کیږي: له هغې جملې «په زوره د جامو کښل، د پولیسو په خپل سر نیونو، د برقي ډنډو استعمال او همدارنګه جسمي او لفظي تشدد». د همدغه سازمان په حواله د اروپا په دباندنیو سرحدونو کي د بشر د حقونو او قانون د حاکمیت نقضول د شرم ځای دی.

زموږ له آرشيف انځور: