دیر: د سړک د غاړې ماین ۱۳ تنه وژلي دي
۱۳۹۱ شهریور ۲۶, یکشنبهاعلان
د پاکستان په شمال لویدیځه څنډه کې د یوې بمي چاودنې په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۳ تنه وژل شوي دي. دغه خبر د المان خبري آژانس د ځایي پولیسو په حواله ورکړی دئ. د نوموړي خبري آژانس په حواله دغه پیښه نن سهار وختي د خیبر پښتونخوا ایالت د لویر دیر په سیمه کې رامنځ ته شوې ده چیرې چې دولتي ځواکونه له وسله والو یاغیانو سره په جگړه بوخت دي.
د نوموړې سیمي د پولیسو یو تن چارواکي فرمان الله د تلیفون په کرښه د المان خبري آژانس ته ویلي دي دغه موټر چې پکښې کلیوال سپاره وو د لیرې څخه د کنترولیدونکي ماین پواسطه الوزول شوی دئ. د نوموړي چارواکي په وینا په دغه چاودنه کې د دوو میرمنو په گډون ۱۳ تنه وژل شوي او نور شپږ تنه ټپیان شوي دي. ټپيان د درملنې له پاره روغتون ته انتقال شوي دي.