ديميزير د افغان مهاجرو د ډله ايز اخراج پريکړي دفاع وکړه
۱۳۹۵ آذر ۲۵, پنجشنبهد جرمني د کورنيو چارو وزير توماس ديميزېر د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۶م کال د ډسمبر ۱۵مه) په برلين کي ويلي دي چي له جرمني څخه د ځينو افغان مهاجرو د اخراج اقدام «د پناه غوښتني پروسې د جاري ساتلو له پاره سم او پر ځای کار وو.»
هغه ويلي دي چي د دغو اخراج شوو کسانو يعني ۳۴کسانو يو پر دريمه برخه يې په جرمونو محکوم شوي ول. دوی د غلا، مخدرو موادو، جنسي تيري او مرگوني گوزار په جرمونو محکوم شوي او اخراج شول.
توماس دیمیزیر ویلي دي چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت ساده نه، پیچلې دی، خو په هره سیمه کي توپیر لري. د هغه په خبره په افغانستان کې ډیري سیمي کافي امنیت لري او د مهاجرو د بیرته ور ستنولو وړ دي.
هغه ويلي دي چي په افغانستان کي د وسله والو طالبانو د بريدونو اهداف بهرني او افغان عسکر دي، نه ملکيان. ځکه نو د بيرته لېږلو پروسه پرځای کار دئ. خو دغه پروسه بايد دقيقه او مسئولانه وي او د اړتيا په وخت کي بايد قاطع عمل وسي.
ديميزير وويل چي په روان کال کي تر اوسه پوري ۲۳۰۰ افغان مهاجر پخپله خوښه هيواد ته ستانه سوي دي. د جرمني حکومت د هغو مهاجرو له پاره چي پخپله خوښه هيواد ته ستنيزي ۴۰ ميليونه يورو ځانگړي کړي دي. خو مرستي له هغه چا سره نه کيږي چي اخراج سي.
د چهارشنبې په ورځ ۳۴ تنه افغان پناه غوښتونکي په ډله ایزه توگه له فرانکفورت هوايي ډگر څخه په يوه چارتر الوتکه کي د کابل نړيوال هوايي ډگر ته انتقال سول.
ديميزير دغه څرگندوني له هغه وروسته وکړې چي د آلمان په نورد راین ویستفالن آیالت کې د زرغون او سوسیال دیموکرات گودونو د ائتلافي حکومت تر منځ په ډله ایزه توگه د رد شوو افغان مهاجرو د اخراجولو پر موضوع احتمالي ناندرۍ راپورته شوې.
د آلمان د زرغون گوند سیاستوالې مونیکا دوکر، د مهاجرو پر جبري ایستلو باندې د غیر مسوولانه گام په توگه انتقاد کړی دی او د خپل ائتلافي شریک سوسیال دیموکرات گوند څخه یې په دې برخه کې د سپیناوي غوښتنه کړې ده.