دونیڅک: هیره شوې جګړه
د اوکراین په ختیځ کې څه د پاسه له درو کلونو راهیسي د اوکراین د حکومتي ځواکونو او روسي پلوه بیلتون غوښتونکو تر منځ خونړۍ شخړه شته. په دغه جګړه کې ۱۰ زره تنه وژل شوي. خو دغه شخړه له پامه غورځول شوې.
په مرمیو سوری موټر او یو خالي کور د دونیڅک په سیمه کې د ویجاړونکې جګړې شاهدي ورکوي. د مرمیو سوري آن زنګ وهلي دي، که څه هم دغه برید څه موده وړاندې تر سره شوی دی، خو اوس هم د نښتو رپوټونه ورکول کیږي.
د دونیڅک هوایي ډګر ته څیرمه ډیر شمیر کورونو د توپونو د مرمیو لګیدلو له کبله نور د اوسیدو جوګه نه دي. د دغې سیمې اوسیدونکي دې ته اړ شول چې خپل کورونه پریږدي.
د نښتو په ترڅ کې د دغه کور د چت یوه برخه ویجاړه شوې. دغه خلک د چت ویجاړه شوې برخه د یوه ترپال په واسطه پټوي، څو لږ تر لږه د باران پر وړاندې خوندي وي. خو د بریدونو پر وړاندې هیڅ ډول اغیزناک حفاظت وجود نه لري.
د دغه سړي د کور ډیره لږه برخه پاتې ده. ښایي هغه په دې هکله فکر وکړي چې دغه ودانۍ په بیا رغولو ارزي او که نه. کله چې د اکتوبر په میاشتې کې دغه انځور اخیستل کیده، نو هوا دومره سړه نه وه.
یوازې کورنۍ د مرمیو او جګړې له کبله نه دي ویجاړ شوي بلکې د تدارکاتو تأسیسات هم اغیزمن شوي دي. د څښاک د اوبو دغه زخیره هم لګیدلې ده. اوبه، بریښنا او د ګاز فعاله ساتل ستونزمنه چاره ده.
دغې کورنۍ له درو کلونو څخه د زیاتې مودې راهیسې خپل کور له لاسه ورکړی دی او له هغې راهیسې په یوه کور کې چې خلک پکښې په ډله ییزه توګه اوسیږي، په ناوړه شرایطو کې ژوند کوي.