1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دوبۍ: د ايکسپو نړیوال نندارتون کې د افغانستان غرفه تړلې ده

۱۴۰۰ مهر ۱۰, شنبه

په دوبۍ کې د ايکسپو په نړيوال نندراتون کې چې د پنجشنبې په ورځ پرانیستل شو، د افغانستان غرفه په کې د کتونکو پر مخ تړلې ده. لامل يې په افغانستان کې د طالبانو په مشرۍ د نوې واکمنۍ راتلل ښودل شوي دي.

https://p.dw.com/p/41ASE
Vereinigte Arabische Emirate | Eröffnung Expo 2020 in Dubai
انځور: Giuseppe Cacace/AFP/Getty Images

افغانستان د نړۍ د نژدې ۲۰۰ هیوادونو څخه يو دی چې په دغه نړیوال نندارتون کې ګډون کوي. دغه نندارتون چې د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې ترسره کيږي دوبۍ ته يې وار اته کاله مخکې ورکړل شوی خو د کرونا وبا له کبله يو کال وروسته پرانیستل شو.

د دغه نندارتون له پاره چمتووالی د افغانستان د پخواني حکومت له خوا چې د اګست مياشتې په نيمايي کې ړنګ شو، نیول شوی وو، خو د جمعې په ورځ يې غرفه د کتونکو پر مخ تړلې پاتې ده.

د ايکسپو يوه مسئول رويټرز ته وويل چې د افغانستان «غرفه د کوچنیو غرفو له ډلې يوه ده چې تر اوسه پرانیستلو ته آماده شوې نه ده.»

رويټرز زیاتوي چې د دوبۍ حکومت او د عربي متحده اماراتو خارجه وزارت په دې اړه د دوی پوښتنې ته ځواب نه دی ورکړی.

Vereinigte Arabische Emirate | Eröffnung Expo 2020 in Dubai
ايکسپو نندارتون د کرونا وبا له کبله په ۲۰۲۰ کې جوړ نه شو پر ځای ېې ۲۰۲۱م کال کې جوړ شوانځور: Giuseppe Cacace/AFP/Getty Images

د هغه ساختمان چې د افغانستان غرفه په کې موقعیت لري، یوه ساتونکي رويټرز ته وویل چې دوی د اوونيو راهیسې دغه ځای کې څوک نه دي لیدلي چې کار ته راغلي وي.

زیاته شوې لا روښانه نه ده چې آيا د دغه ستر نړیوال نندراتون په راتلونکو ورځو کې به د افغانستان غرفه فعاله شي او که نه. د افغانستان د غرفې د پرانیستلو مسئوليت د افغانستان پخواني حکومت په غاړه وو.

د ايکسپو نندارتون د پرانيستې په مراسمو کې چې د پنجشنبې په ورځ تر سره شول، د افغانستان درې رنګه بیرغ د نړۍ د نورو بیرغونو تر څنګ رپاند وو. دا په داسې حال کې ده چې طالبان چې اوس د افغانستان واک په اختیار کې لري، متفاوت بیرغ لري.

د ايکسپو نړیوال نندراتون، د فوټبال نړيوال جام او د المپيا سياليو په څير د نړۍ له لويو پيښو څخه ګڼل کيږي. په دوبۍ کې دغه نندارتون چې شپږ مياشتې به دوام ولري، په ۴ اعشاريه ۳ کيلومتره مربع ځمکه کې جوړ شوی دی.

آ/م.ک.ص./ا.خ.ح.