«دواړه وزيران دي خپلو دندو ته دوام ورکړي»
۱۳۹۱ مرداد ۱۵, یکشنبهښاغلي کرزي د يکشنبې په ورځ( ۲۰۱۲ کال د اگست ۵) د خپل هيواد د ملي امنيت شورا په غونډه کي وويل، چي د اولسي جرگې پريکړي ته احترام لري.
ولسمشر کرزي دغه راز د کابينې د دغه دواړو وزيرانو له کارونو څخه مننه وکړه.
د افغانستان د جمهوري رياست ماڼۍ د يوې اعلاميې له خپرولو سره ويلي دي، چي ولسمشر کرزي د ملي امنيت شورا په غونډه کي له دغو دواړو وزيرانو څخه غوښتنه وکړه، چي له خپلو هغو تجريبو څخه چي په تيرو لسو کلونو کښي ئې د افغانستان په حکومتوالي کي شريکي کړې وې د حکومت په نورو برخو کښي استفاده ځني وکړي.
په دې اعلاميه کښي د کورنيو او دفاع وزارتونو له پاره د نوو وزيرانو نومونه نه دي اخيستل سوي. داسي انديښنې دي، چي کيدای سي د ولسمشر کرزي له خوا د نوو وزارنو نومول څو مياشتي وخت ونيسي.
یو شمېر کارپوهان په دې نظر دي، چي په افغانستان کي د انتخاباتو په رانزدې کېدو سره اوس داسي تلاښونه روان دي، چي رقبان له مخي ليري سي.
دوی وايي، هغه ډلي چي د حکومت په چوکاټ کښي فعاله دي، اوس په دې تلاښ کي دي چي د انتخاباتو تر مخه خپل رقبان له لوړو چوکيو څخه ليري کړي.
د دوی په خبره مخکي تر دې، چي به ولسي جرگې وزيران د استيضاح له پاره ور وغوښتل، د پارلماني چارو وزارت به تلاښ کاوه چي له وزيرانو څخه د اعتماد رايو د اخيستلو مخنیوی وکړي. خو دا ځل داسي نه وه.
بله خوا په ولسي جرکي کښي دولت پلوه استازو د استيضاح په ورځ د هغوی پرضد خبري وکړې او منفي فضا ئې ورته جوړه کړه.
تر اوسه پوري ولسمشر کرزي، د دغو وزارتونو له پاره نوي وزيران نه دي نومولي. خو داسي ويل کيږي، چي مختلفو ډلو پر دغو چوکيو باندي د خپلو خلکو د ټاکلو له پاره تلاښونه پيل کړي دي.
حسين سيرت/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل