1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دنمارک مجرم پناه غوښتونکي يوې جزيرې ته استوي

۱۳۹۷ آذر ۱۱, یکشنبه

د دنمارک منځنی ښي اړخی دولت تصميم لري چې رد شوي او مجرم پناه غوښتونکي يوې جزيرې ته واستوي. د لندهولم په سيمه کې پرته دغه جزيره ۷ هکتاره مساحت لري او څوک په کې نه اوسيږي.

https://p.dw.com/p/39Ha8
Dänemark Flüchtlinge auf der Autobahn
انځور: picture alliance/dpa/B. Nolte

دنمارک هم غواړي چې خپل د مهاجرت سياست سخت کړي. د دنمارک منځني ښي اړخي حکومت د پناه غوښتنې په قانون کې د تازه سخت والي رامنځ ته کيدل به هغو پناه غوښتونکو پورې تړاو ولري چې د پناه غوښتنې يې رد شوې او باید دغه هيواد پريږدي او يا هم هغه چې جرمي دوسيې لري.

د دنمارک حکومت د دغه نوي تصميم پر اساس، په پام کې ده چې په دغو شرايطو برابرو پناه غوښتونکو له پاره په ليندهولم جزیره کې يو هستوګنځای جوړ شي.

د دغه هستوګنځای تر جوړيدو وروسته، مجرم پناه غوښتونکي او هغه چې د پناه غوښتنې يې رد شوي، د ۲۰۱۲م کال وروسته به هلته وراستول کيږي.

 د ليندهولم جزيره په بالتيک سمندر کې موقعيت لري. دغه جزيره چې اوه هکتاره مساحت لري، څوک په کې نه اوسيږي.

د آلمانۍ رسنۍ «فوکوس» له لوري د خپاره شوي خبر پر اساس، د دنمارک د پوهنتونونو کارپوهان او څيړونکي په دغې جزيرې کې د ويروسونو د ډولونو او حيواني ناروغيو، د بيلګې په توګه د سرکوزو د والګي يا خوګي طاعون ناروغۍ په هکله تحقيقات او څيړنې ترسره کوي.

يوې بلې آلمانۍ رسنۍ «بيلد» په خپل یو تازه رپوټ کې ويلي دي چې په پام کې ده دغه کارپوهان د ۲۰۱۹م کال په دننه کې دغه جزيره تخليه کړي تر څو په کې د پناه غوښتونکو د هستوګنځاي د رغولو چارې پیل شوې وي.

د دنمارک د خلکو ګوند مشر پتر سکاروپ د دنمارک د پناه غوښتنې د قوانينو او مقرراتو د سختوالي په اړه ويلي دي: «اوس موږ له لومړۍ ورځې پناه غوښتونکو ته وايو چې په پام کې نه ده چې دوی دې د عمر تر پايه په دنمارک کې ژوند وکړي. هغوی به يوازې د يو څه مودې له پاره په دغه هيواد کې ميشت وي او تر هغې وروسته باید بيرته خپلو هيوادونو ته ستانه شي.»

له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: