1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دمشق: د اسراییلو په راکټي حمله کي پنځه کسان وژل سوي

۱۴۰۱ بهمن ۳۰, یکشنبه

د سوریې د پایتخت، دمشق د مرکز په یوه استوگنځای کي د اسراییلو په یوه راکټي حمله کي نن سهار یکشنبه د عیني شاهدانو په حواله پنځه کسان وژل سوي دي.

https://p.dw.com/p/4NidB
Syrien Damaskus | Zerstörung nach Israelischem Raketenangriff
انځور: Firas Makdesi/REUTERS

د سوریې دولتي رسنیو د نظامي منابعو په حواله رپوټ ورکړی دی، چي اسراییلو تر نیمي شپې وروسته د دمشق په څو ناحیو کي هوايي حملې کړې، چي پکښي ۱۵ تنه ټپيان سوي هم دي. بیا د اسراییلو د پوځ یوه ویاند په دې هکله د نظر څرگندولو څخه ډډه کړې ده. 
د سوریې پوځ بیا د دمشق د ښاري ناحیو په منځ کي د عامو خلکو د ډیرو کورونو د متضرر کیدو او نړیدو خبرهم ورکړی دی.