«که امريکايان ووځي د جرمني پوځ هم له افغانستانه وځي»
۱۳۹۷ دی ۲۷, پنجشنبهد جرمني د دفاع وزيري اورزولا فون ديرلاين د دغه هيواد له «دي څايت» ورځپاڼي سره په مرکه کي ويلي دي چي که امريکا متحده ايالات خپل ځواکونه له افغانستانه وباسي نو دوی به هم خپل ځواکونه راوباسي. هغې ويلي دي: «زموږ پوځ هيڅ وخت يوازي پوځي ماموريت نه دی لرلی، بلکي هر وخت ئې په ائتلافي ماموريت کي گډون کړی دئ».
هغې زياته کړې ده چي د «يوځای ننوځه او يوځای راووځه شعار» تر اوسه پوري چليږي.
د امريکا متحدو ايالاتو جمهوررئيس دونالد ترمپ د ۲۰۱۸م کال په وروستيو کي ويلي ول چي غواړي په افغانستان کي د ميشتو ۱۴۰۰۰ امريکايي ځواکونو نيمايي برخه راوباسي. خو جزئيات تر اوسه پوري لا معلوم نه دي.
فون ديرلاين په مرکه کي دغه راز خبرداری ورکړی چي د افغانستان حکومت تر اوسه پوري لا د دې جوگه نه دی چي په خپل هيواد کې د امنيتي وضعيت د کنترول ډاډ ورکړي.
هغې ويلي دي چي په دغسي يوه حالت کي به خلک د طالبانو په مقابل کي بې دفاع پاته سي او په يوه ډير خراب حالت کي به افغانستان يووار بيا د نړيوالو ترهگرو روزنځای وگرځي.