1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمآسیا

دفاع وزارت: د ننگرهار پر زندان بريد پای ته ورسېد

۱۳۹۹ مرداد ۱۳, دوشنبه

د افغانستان د دفاع وزارت وايي چي د ننګرهار پر محبس بريد پای ته ورسيد. وزارت ويلي دي چي تر نژدې ۲۳ ساعتونو جگړې وروسته ټول بريدگر وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/3gLdY
Afghanistan Dschalalabad | Angriff auf Gefängnis | Nationale Sicherheitskräfte
انځور: Reuters/Parwiz

د ننگرهار چارواکو ويلي دي چې په دغه بريد کې ۳۹ کسان وژل شوي او تر۵۰ زیات ټپيان شوي دي. د هغوی په خبره د تلفاتو شمېر کيدای شي چي نور هم لوړ شي. د بريد مسئوليت پرون لا داعش منلی وو.

ترهگري ډلي داعش د ننگرهار پر محبس د يکشنبې په ورځ ماښام په يوه موټربم  سره برید يرغل پيل کړ. له دغه بريد سره سم څو وسله وال کسان له دوو لارو محبس ته ننوتل او دغه محبس ته نژدې يوې ودانۍ ته پورته شوي ول او له هغه ځایه یې پر امنیتي ځواکونو ډزې کولې. په دغې ودانۍ کې کورونه هم شته.

د ننګرهار امنیه قومندان ایمل نیازي رسنیو ته ويلي دي چې، د دغه ولایت په زندان کې د برید پر مهال ۱۷۹۳ زندانیان ول، چې له ډلې یې ۱۰۲۵ د تېښتې پر مهال امنیتي ځواکونو نیولي او دغه راز ۴۳۰ نور په زندان کې ژغورل شوي دي.

د ننګرهار د چارواکیو له لوري په محبس کې د شته زندانیانو، بېرته نیول شوي او ژغورل شويو بندیانو شمېر ته په کتو سره، تر اوسه ۳۳۸ زندانیان ورک دي چې ښايي ځینې یې وژل شوي او ټپیان هم وي.

خو د ننگرهار د ولايتي شورا غړي وايي چې پر دغه محبس د بريد پرمهال ډېر بنديان تښتېدلي دي.

Afghanistan Dschalalabad | Angriff auf Gefängnis | Nationale Sicherheitskräfte
انځور: Reuters/Parwiz

د ولایتي شورا غړی ډاکتر ناصر کاموال وایي، پر محبس د برید پر مهال ډیر سیاسي بندیان تښتیدلي چې لامل یې د امنیتي چارواکو کمزوری مدیریت دی. د ولایتي شورا بل غړی سهراب قادري وايي، د جګړې پر مهال د ننګرهار په زندان کې نیږدې سل بندیان پاتې او نور تښتېدلي ول؛ خو امنیتي ځواکونو ایله اوه سوه بندیان بېرته نیولي دي.

قادري د ننګرهار په محبس کې د ځینو زندانیانو له قوله وايي چې د برید پر مهال په زندان کې په جګړه اخته بریدګر د پښتو او دري پر ځای په یوه بهرنۍ ژبې غږېدلي چې څوک پرې نه پوهېدل.

داسې راپورونه هم ول چې د برید پر مهال په زندان کې ځيني زندانیان مسلح شوي هم ول او جګړه یې کړې ده، خو رسمي سرچینو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د پولیسو له لوري نیول شوي ځينو زندانیانو ويلي دي چي د محبس په دننه کې وسله والو ورته د بهر تلو او تښتېدلو ویل، نو ځکه له زندانه ووتل.

د ننګرهار د عامي روغتيا چارواکي وایي چې د پېښې له ځایه ورته لسګونه مړي او ټپیان ور وړل شوي دي چې پکې ملکي وګړي د محبس بندیان او امنیتي سرتیري هم شامل دي.