1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

درمل جوړونکی کرونا نه بلکې د خپل لاس جوړ درملو مړ کړ

۱۳۹۹ اردیبهشت ۲۱, یکشنبه

یوه هندوستاني چې غوښتل يې د کرونا ضد دوأ جوړه کړي، د کيمياوي محلول په څښلو سره مړ شوی دی. د هغه د درمل جوړولو د شرکت مالک هم چي دغه مواد پرځان تجربه کړي او څښلي، اوس په روغتون کې بستر دی.

https://p.dw.com/p/3c01G
Coronavirus Indien
آرشيفانځور: picture-alliance/NurPhoto/R. Shukla

دغه پيښه د هندوستان په سويلي ښار چنائي کې رامنځ ته شوې ده. ۴۷ کلن درمل جوړونکي «سيوانسن» يو ډول نيمه کيمياوي محلول جوړ کړی وو او هغه يې لومړی په خپل ځان تجربه کړی وو. د محلول تر څښلو وروسته هغه په فوري توګه خپل روغتيايي حالت له لاسه ورکړی وو او په نتيجه کې يې خپل ژوند له لاسه ورکړ. روغتون ته د رسولو هڅې هم شوي خو ګټه يې ونه کړه. دغه هندي دوأ جوړونکي غوښتل د هرې ممکنې لارې چې وي د کرونا د وژونکي ناروغۍ څخه ځان او نور وژغوري. 

د هغه سره د درمل جوړونې د شرکت مالک هم د کيمياوي موادو ترکيبي محلول څښلی وو، خو هغه له مرګه بچ شوی او اوس په روغتون کې تر درملنې لاندې دی. په دې ترتيب د دغو افرادو، کرونا ويروس ته د ماتې ورکولو ارمان نيمګړی پاتې سو. دوی هڅه کوله تر څو داسې يو کامياب درمل جوړ کړي تر څو په نړۍ کې د کرونا ناروغانو ته نجات ورکړي. په نړۍ کې پر دغې ناروغۍ د اخته کسانو شمیر اوس د ۴ ميليونو څخه اوښتی دی. 

سيوانسن» د هندوستان په چنائي ښار کې د «سجاتا بائيو ټهيک» په نوم د درمل جوړولو په يوه شرکت کې کار کاوه.

Reagenzglasständer Chemikalien
دوی هغه زهرجن کیمياوي مواد هم څښلي وو، کوم چې د پطرولو په تصفيه کولو کې ورڅخه کار اخیستل کيږيانځور: picture-alliance/imageBROKER

د آزموينې پروخت د هغه سره، د دغه شرکت مالک هم جوړ کیمياوي محلول او هغه زهرجن کیمياوي مواد څښلي وو، کوم چې د پطرولو په تصفيه کولو کې ورڅخه کار اخیستل کيږي. په دغه محلول کې قوي تيزاب، نايټرک اسيد او کيمياوي مرکب سوډيم نايټريت هم کارول شوي وو.

د محلي پوليسو قومندان، آشوک کمار په حواله، د سيوانسن روغتيايي وضعيت د کيمياوي موادو تر څښلو وروسته بيرته ښه نه شو. هغه وويل چې سيوانسن دغه کيمياوي محلول له پاره د ضرورت وړ ټول مواد د سيمې له بازار څخه اخیستي وو. دوی په لومړي سر کې يو فورمول جوړ کړی وو او بيا يې د هغه د اجزاو په اړه له انترنيټ څخه معلومات ترلاسه کړي وو.

دغه هندو دواساز په داسې وخت کې پر خپل ځان د درملو په آزموينه کي مړ شوی، چې په جرمني، امريکا، سويس، فرانسې بريتانيا، اسرائيل او ځينو نورو ملکونو کې د کرونا ويروس ضد واکسين د جوړولو له پاره کوښښونه روان دي. په جرمني کې پر انسانانو باندې د کرونا ضد درملو تجربې پيل شوي دي.

د کرونا پر موضوع يو انځوريز البوم: