دایکندي: د طالبانو برید امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې
۱۳۹۸ تیر ۷, جمعهد دايکندي ولایت په کجران ولسوالۍ کې تيره شپه طالبانو پر امنيتي پوستو پراخ بریدونه وکړل. د دایکندي والي سید انور رحمتي، دويچه ویله ته وویل: »تیره شپه طالبانو د شپې دولس نیمي بجې زموږ پر سنګرونو باندې بریدونه وکړل. جګړه د سهار تر څلورو بجو پورې روانه وه. په دې جګړه کې زموږ اووه کسان وژل شوي او نور ۱۶ تنه ټپيان لرو.»
د دايکندي والي وايي چې په دې پیښه کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده: »اته تنه طالبان هم وژل شوي او څلور تنه نور ټپيان دي.«
رحمتي وویل چې طالبان وتوانیدل چې د لنډ وخت له پاره څو پوستي تر خپل کنترول لاندې راولي خو دغه پوستې بیا بیرته د دې ډلې له جنګیالیو څخه ونیولې شوې: »بریدونه شا ته تمبول شوي او اوس وضعيت د امنیتی ځواکونو تر کنترول لاندې دی.»
په دایکندي کې د ولايتي شورا غړي سهراب علي اعتمادي، بیا دویچه ویله ته وویل چې په روان لمريز کال کې د طالبانو له خوا پر امنیتی پوستو څو بریدونه شوي خو تل دغه بریدونه په شا تمبول شوي دي.
د هغه په خبره دا لومړی برید دی چې تلفات يې هم لرل. هغه زياته کړه: «تیر کال هم طالباتو سخت بریدونه کړي ول چې تر ۵۰ او یا ۶۰ کسانو څخه زيات تلفات یې لرل.»