داورپايي ټولني دعالي کميسار باروسو نومونه مني ته وځنډيدل
۱۳۸۸ خرداد ۲۲, جمعهکه څه هم نن د جرمني صدراعظمي انګيلا ميرکل او د فرانسې جمهوررييس نيکولا سرکوزي پر دې موافقه سره وکړل، چه دراتلونکي هفتې په پای کښي د اورپايي ټولني په سرمشريزه کښي دي د باروسو په باب «سياسي تصميم» ونيول سي ،خو ددغه پرتګالي او پدې ډول ددوهم واري کميسار نومونه به هغه وخت قانوني شکل پیدا کي ،چه په آيرلينډ کښي ددوهم ريفرانډم دلاري د اورپايي ټولني اصلاحاتو ته لار خلاصه سي .
پخپله باروسوپرون د خپلي چټکي نوموني څخه خبري کړي وې،او ويلي يې وه چه د اروپايی پارلمان تر انتخاباتو وروسته به ددغي کميسارۍ دپاره ډير ژر انتخابات کيږي . خو اوس دهغه په باب تصميم داورپايي ټولني تر راتلونکي سرمشريزي پوري وځنډيدۍ .
د تيري اونۍ د اورپايي پارلمان په انتخاباتو کي چه داروپا ولسي ګوندو EVD اکثريت پلاس راوړی دی، باروسو يې د خپل کانديد په حيث ټاکلی دی .
د بلي خوا بيا دفرانسې جمهوررييس نيکولا سرکوزي نن په پاريس کښي د جرمني دصدراعظمي انګيلا ميرکل سره دا هم وويل ،چه جرمني او فرانسه د باروسو دنوموني بيله قيداو شرطه ملاتړ کوي .
AP/
کتونکی : محمد قاسم نوري