1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
د مطبوعاتو آزادي

داعش پر افغان خبریالانو د پرونۍ چاودنې مسولیت پر غاړه اخیستی

۱۳۹۹ خرداد ۱۱, یکشنبه

اسلامي دولت یا داعش ډلې په کابل کې د پرونۍ چاودنې مسوولیت منلی دی چې په پایله کې یې یو خبریال او د هغه یو تخنیکي همکار ووژل شول. چاودنه پر یوه موټر شوې چې د یوه خصوصي تلویزیون کارمندان یې انتقالول.

https://p.dw.com/p/3d3ln
Afghanistan Bombenexplosion in Kabul
انځور: picture-alliance/AP/R. Gul

اسلامي دولت یا داعش ډلې په پلازمینه کابل کې د پرونۍ چاودنې مسوولیت منلی دی. په دغه چاودنه کې چې د یوه خصوصي تلویزیون اړوند پر یوه موټر شوې، یو خبریال او د دغه تلویزیون یو تخنیکي کارکوونکی وژل شوي دي. د معلوماتو له مخې دغه چاودنه چې په کابل کې د ګڼې ګوڼې په ساعتونو کې وشوه، لږ تر لږه ۷ تنه نور پکې ټپیان شوي دي.

په کابل کې د خورشید په نامه د دغه خصوصي تلویزیون اجرائیه مشر محمد رفیع رفیق صدیقي، د یادې پیښې په هکله وویل: «زموږ همکار ښاغلی واحد شاه چې د اقتصادي چارو خبریال وو او شفیق امیري چې په تخنيکي څانګه کې زموږ همکار وو، په دې پیښه کې شهیدان شوي دي.»

بل لوري ته امریکا متحده ایالاتو، اروپايي ټولنې او ناټو سازمان دغه برید غندلی دی. دا په داسې حال کې ده چې تیر کال هم دغه ته ورته په یوه بل برید کې د خورشید په نامه د دغه تلویزیون دوه تنه کارمندان وژل شوي وو او دوه تنه نور یې ټپیان وو.

اسلامي دولت یا داعش ډله چې اوسمهال له افغان حکومت او طالبانو دواړو سره په جګړو بوخته ده، په وروستیو کلونو کې یې په افغانستان کې د شویو یو شمیر خونړیو بریدونو مسئولیت منلی دی. دغې دلې د شنبې ورځې د دغې چاودنې د دلیل په هکله څه نه دي ویلي.

د بې پولو خبریالانو په حواله، طالبانو او اسلامي دولت ډلې څو ځلې افغان خبریالان په نخښه کړي او زیاتوي چې په ۲۰۱۸م کال کې یادو دواړو وسله والو ډلو لږ تر لږه ۱۵ افغان خبریالان وژلي دي. د دغه سازمان په حواله، ۲۰۱۸م کال د افغان خبریالانو له پاره یو له خونړیو کلونو څخه وو.

تر دې وړاندې په ۲۰۱۶م کال کې د طالبانو ډلې اړوند یوه ځانمرګي بریدګر په کابل کې د طلوع په نامه د یوه خصوصي تلویزیون اړوند پر یوه موټر چاودنه وکړه چې په پایله کې یې اوه تنه خبریالان وژل شوي وو.

زموږ له آرشیف څخه: