1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

داعش د کابل د پروني برید مسئولیت منلی دی

۱۴۰۲ دی ۱۷, یکشنبه

د داعش یا «اسلامي دولت» ډلې د افغانستان په پلازمېنې کابل کې د پرون ورځې د خونړي برید مسئولیت په غاړه اخیستی دی.

https://p.dw.com/p/4awAj
Symbolbild islamischer Staat Fahne
انځور: CPA Media/picture alliance

د داعش ډلې خراسان څانګې په نامه د داعش یا «اسلامي دولت» ډلې سیمه ایزې څانګې د انلاین خدماتو په تلګرام شبکه کې ویلي دي چې د کابل په دشت برچي سیمه کې، چيرې چې اکثریت اوسیدونکي یي د هزاره لږکۍ پورې اړوند شعیه مذهبه مسلمانان دي، د شنبې ورځې (د جنورۍ میاشتې ۶ نیټه) چاودنه د دوی جهادیانو ترسره کړې ده.

د طالبانو حکومت د پولیسو د یوه ویاند په وینا په یوه بس کې د چاودنې له کبله لږ تر لږه ۲ کسان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي. زیاته شوې ده چې ټپیان د درملنې له پاره روغتون ته انتقال شوي او پولیسو پلټنې پیل کړي دي.

د کابل په دشت برچي سیمه کې په تیرو میاشتو کې هم ډیر شمیر بریدونه شوي دي. د تیر ۲۰۲۳م کال په نومبر میاشت کې په یوه بس کې د چاودنې په پایله کې لږ تر لږه ۷ تنه وژل شوي وو.

که څه هم د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې د طالبانو یو وار بیا واک ته رسیدو راهیسې په افغانستان کې تاوتریخوالی کم شوی دی، خو افراطي اسلامپاله جهادي ډلې داعش یا اسلامي دولت ډله (IS) ته اوس هم د یوه خطر په سترګه کتل کیږي.

د «اسلامي دولت» ډلې د پنجشنبې په ورځ په ایران کې د هغو غبرګو خونړیو بمي بریدونو مسئولیت هم منلی دی چې د چهارشنبې په ورځ په کې لږ تر لږه ۸۹ انسانان وژل شوي وو.

آژانسونه: ش.ن/ خ.ح

آیا د طالبانو په هکله د پاکستان سیاست کې بدلون راغلی؟

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب