1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

داعش د علماوو پر غونډه د بريد پړه پر غاړه اخيستې

۱۳۹۷ خرداد ۱۵, سه‌شنبه

د داعش ډلې په کابل کې د علماوو د غونډې تالار ته څيرمه د ترسره شوي ځانمرگي بريد پړه منلې ده. په دغه بريد کې لږ تر لږه اته تنه وژل شوي او تر شلو زيات ټپيان شوي دي.

https://p.dw.com/p/2ywTh
Tote bei Anschlag in Kabul am Neujahrstag des Landes
انځور: Reuters/O. Sobhani

د د اعش ترهگرې ډلې د خپلې يوې انترنت پاڼې له لارې د کابل د دوشنبې ورځې (د ۲۰۱۸ م کال د جون پر څلورمه نيټه) بريد پړه منلې ده. دغه ځانمرگي بريد د علماوو د غونډه ځای ته د ننوتو پر دروازه کې وشو.

بريد په داسې حال کې ترسره شوې چې د افغانستان څه باندې دوه زرو ديني عالمانو د یوې فتوا په جاري کولو سره ځانمرگي بریدونه او په هيواد کې روانه جگره ناروا وبلله. علماوو د يوې متفقې فتوا په صادرولو سره له ښکيلو غاړو د اوربند غوښتنه وکړه او ویې ويل چې روانه جگړه د بهرنيو ځواکونو پاته کيدو ته لاره هواروي.

دا لومړی ځل دی چې د علماوو شورا دغه غوښتنه کوي. د دغه شورا يوه غړي غقران الله مراد، د غونډې گډه بيانيه لوسته چې پکښې بې گناه افغان سړي، ښځې او ماشومان د جگړې قربانيان ياد شوي ول.

خو په افغانستان کې د روانو جگرو د ناروا بللو په اړه تر فتوا وروسته هغه مهال چې ديني عالمان د لویې جرگې له خيمې راوتل، يوه ځانمرگي بريد کونکي د دوی يوه ډله په نخښه کړه.

APE (B.S/S.M)