1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

داعش د بغلان د جمعې ورځې چاودنې مسئوليت منلی

۱۴۰۲ مهر ۲۲, شنبه

«اسلامي دولت» یا داعش په نوم سخت دريځې ډلې د افغانستان د بغلان ولایت په یوه مسجد کې د ځانمرګي بريد مسئولیت منلی دی. پولیس وايي د جمعې په ورځ دغه برید د شیعه ګانو په یو مسجد کې وشو چې ۷ کسان په کې وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/4XWwI
Bildergalerie IS in Afghanistan
انځور: picture-alliance/dpa/G. Habibi

د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر ۱۳مه) يو ځان وژونکي بریدګر د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې د شیعه ګانو په یو مسجد کې د لمونځ کونکو په منځ کې ځان پورې تړلو چاودېدونکو موادو ته چاودنه ورکړه.

د پولیسو یو وياند، شير احمد برهاني، په یوه اعلاميه کې ويلي دي چې په دغه برید کې ۷ تنه وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.

د اسوشتید پریس د رپوټ پر اساس، امنيتي ځواکونو په سیمه کې تحقیقات پيل کړي تر څو پوه شي چې بريدګر څنګه وشو کړای خپل ځان د امام زمان مسجد ته ورسوي.

تر پېښې څو ساعته وروسته د «اسلامي دولت» په نوم سخت دريځې ډلې په يوه اعلاميه کې د دغه برید مسئوليت ومانه. دغه تروریستي ډله چې په داعش هم یاديږي تر دې مخکې ېې هم په افغانستان کې پر شیعه ګانو بریدونه کړي دي.

د طالبانو له خوا د پېښې د ځای په خپره شوې وېډیو کې ښکاري چې د مسجد په منځ کې پر سور فرش خاورې دوړې او د لمونځ کونکو شخصي توکي ګډوډ پراته دي. په برید کې د وژل شوو کسانو مړي هم ښودل کيږي چې په کفونونو کې پټ کړل شوي دي.

په افغانستان کې د داعش څانګه د خراسان په نوم ياديږي. دغې ډلې د ۲۰۲۱م کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو تر بیاواکمنېدو وروسته خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

داعش چې له ۲۰۱۴م کال راهيسې په افغانستان کې فعالیت لري، د طالبانو پر وړاندې یوه تر ټولو لويه امنيتي ننګونه ده. طالبانو د وروستيو تېرو دوو کلونو په جریان کې د داعش پر ضد ځينې چاڼيز عملیات هم ترسره کړي او داسې ادعاوې ېې هم کړي چې نور داعش په افغانستان کې د يو ستر ګواښ په توګه شتون نه لري.

(AP)/mks/mns