دارفور: ډله ايزجنسي تيري
۱۳۸۵ مرداد ۳۱, سهشنبهد جزا د نړيوالې محکمې ) آی سي سي ( جاري څيړنې هم ښيي چې، په گڼ شميرپيښوکې پرښځواونجونوباندې، په ډله ايزه توگه، جنسي تيري شوي اوپه جنسي برخه کې د لويو زورزياتيوله نوروډولونوڅخه کاراخيستل شويدی.
د سودان حکومت او عدالت ؟
له دې ټولوجنايتونوسره سره، د سودان حکومت د ) آی سي سي ( د غوښتنوله پوره کولوڅخه سرغړونه کوي: چې ترشک لاندې وگړي ونيسي اونوموړې محکمې ته يې وسپاري او د جزانړيوالې محکمې ) آی سي سي ( ته، په دارفورکې د څيړنواجازه ورکړي. د دې پرځای د جگړې له کبله د شويوجنايتونو د څيړلو او روښانه کولولپاره، په سودان کې د استيناف یوه ملي محکمه جوړه شويده. مگر د سودان قانوني سيستم داتقريباً ناممکن کوي چې، له قربانيانوسره عدالت وشي. د سودان د قانون له مخې، له هغوښځوڅخه چې د جنسي تيري له کبله عرض کوي، غوښتل کيږي چې د هغوۍ څرگندونې، د څلورتنه نرينه شاهدانولخوا تصديق شي