1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

داخله وزارت: د طالبانو بريدونو يو کال کي ۲۰۰۰ ملکيان وژلي

۱۳۹۸ دی ۱۳, جمعه

افغان حکومت وايي چي په ۲۰۱۹ کال کي د طالبانو په بريدونو کي نژدې ۷۰۰۰ ملکي افغانانو ته مرګژوبله اوښتې ده. يوناما بيا د افغان ځواکونو له لوري د ملکي قربانيانو شمېر تر ۲۰۰۰ څخه زيات اټکل کړی.

https://p.dw.com/p/3VgdY
Angehörige Trauer Bundeswehr bombardierter Tanklastzug Kundus Afghanistan
انځور: picture-alliance/dpa

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چي په ۲۰۱۹ میلادي کال کي د طالبانو په بریدونو کي څه د پاسه ۲۰۰۰ ملکي کسان وژل سوي او نور ۵۰۰۰ تنه ټپیان سوي دي. خو په دغه اعلامیه کي د افغان ځواکونو د بریدونو د تلفاتو په هکله څه نه دي ویل سوي.

د کورنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ په ۳يمه نېټه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلی چي په ۲۰۱۹ کال کي د ځانمرگو بریدونو ، ماینونو د چاودلو او د طالبانو چریکي بریدونو په ترڅ کي ۷۳۹۱ مُلکي کسان وژل سوي او یا هم زخمیان سوي دي. په دغه اعلامیه کي راغلي چي په دغو شمیرو کي  ۲۲۱۹ مُلکي کسان وژل سوي او ۵۱۷۲ تنه بیا ټپیان دي.

طالبانو تر اوسه پوري د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د دغې اعلامیې په هکله څه نه دي ویلي.

خو د امنیتی ځواکونو د بریدونوتلفات څومره دي؟

په داسي حال کي چي ملگري ملتونه تل ، د افغان او بین المللي ځواکونو په عملیاتو کي د خلکو د وژلو څخه رپوټونه ورکوي ، د افغنستان د کورنیو چارو وزارت بیا دې موضوع ته هیڅ اشاره نه ده کړې.

د ملگرو ملتو سازمان مخکی اعلان کړی وو چي په دغه هیواد کي د غیرنظامي کسانو د وژلو کچه د ۲۰۱۹ کال په لومړیو نهو میاشتو کي خپل اوج ته رسیدلې ده. یوناما خپل په هغه رپوټ کي چي د ۲۰۱۹ کال په اکتوبر کي خپور سوی ، ویلي چي د روان کال په نهو میاشتو کي ۸۲۳۹ ملکي کسان یا وژل سوي او یا هم ټپیان سوي دي.

Afghanistan Anschlag auf Krankenhaus in Sabul
آرشیف: په ۲۰۱۹ کال کی په افغانستان کی د ملکی تلفاتو کچه خپل اوج ته رسیدلېانځور: picture-alliance/AP Photo/A. Wali Sarhadi

د یوناما په دغه رپوټ کي که څه هم د دغو تلفاتو اصلي عامل د حکومت وسله وال مخالفین په گوته سوي  خو یوناما په دې پوه سوی چي د دولت په طرف ځواکونه هم د  ۲۳۴۸ تنو ملکي کسانو د وژلو سبب سوي دي. د یوناما رپوټونه ښیي چي ددغو ځواکونو په بریدونو کي ۱۱۴۹ مُلکي کسان وژل سوي او ۱۱۹۹ بیا زخمیان سوي چي د ۲۰۱۸ کال د اولو نهمو میاشتو په پرتله ۲۶ سلنه زیاتوالی ښیی.

په افغانستان کي د ملگرو ملتو خاص استازي ، دنوموړي سازمان د امنیت په شورا کي خپلې تازه وینا کي ، په افغانستان کي د مخ په زیاتیدونکو ملکي کسانو د وژلو په اړه خپله اندیښنه څرگنده کړې. هغه په افغانستان کي د سولې د خبرو د بهیر اهمیت ته په کتو سره ویلی چي په افغانستان کي اوس هم جگړه له ملکی کسانو څخه ژوند اخلي او منلي یی دي چي یوازی په تیرو لسو کلونو کي ، یعنی د هغه راهیسي چي د ملگرو ملتو د مرستی دفتر په ۲۰۰۹ کال کي د ملکی تلفاتو ثبتول پیل کړي ، تر اوسه پوری د هغو شمیر له ۱۰۰ زرو کسانو څخه ډیر سوی دی.