1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

خیریه سازمانونو د کرونا په بحران کې څرنګه مرسته کوي؟

۱۳۹۹ فروردین ۷, پنجشنبه

په داسې یوه وخت کې چې په پاکستان کې ځینې خلکو د کرونا کړکیچ د خپلې ناجایزې ګټې او شهرت د ترلاسه کولو وسیله ګرځولې، ځینې خلک بیا پرته له کومې تمې د خلکو خدمت ته ملا تړلې ده.

https://p.dw.com/p/3a49J
Ramadan Islam Religion
انځور: Reuters/A. Soomro

د پاکستان په بیلابیلو سیمو کې د داوطلبو کسانو داسې ګروپونه جوړ شوي، چې له دولتي مرستې پرته پخپله لاس پر کار شوي او د کرونا له نارغانو سره پر مرستو سربیره د دغه ویروس په هکله عامه پوهاوی او د بې وزله خلکو لاس نیوی کوي.

د دویچه ویله د اردو څانګې له ځایي خبریال سره په خبرو کې د «ایدهي فاونډیشن» یا خیریه بنسټ د بیړنيو چارو د اړیکو د کمیټې مشر محمد بلال وویل چې د دوی کار ډیر سخت شوی دی، خو بیا یې هم غړي په پوره همت سره چارې ترسره کوي: «موږ د بې وزلو له پاره جوړو شوو پنځو زرو پناه ځایونو کې له کرونا څخه د خلکو د ژغورلو له پاره هلې ځلې کوو، زموږ ۱۸۰۰ امبولانسونه روغتونونو ته د کرونا ناروغانو د انتقالولو دنده هم ترسره کوی. د هر ناروغ تر رسولو وروسته باید امبولانس پریمنیځو او له ویروسه یې پاک کړ، د موټروان د معاینه کولو اړتیا هم رامخ ته کیږي.»

د نوموړي په خبره له کورونو د خلکو پر وتلو د بندیز له کبله پخوا به خلکو ناروغان پخپله روغتون ته انتقالول خو اوس د ایدهي امبولانس راوغواړي او له دې کبله دوی ۲۴ ساعته بوخت وي.

د محمد بلال په وینا د ماموریتونو د ډیریدو له کبله یې لګښتونه ډیر شوي او ورسره کیدونکي مرستې له عادي حالته هم کمې شوي دي. د هغه په خبره کاروبار بند او هغه منځنۍ طبقه چې به یې مرستې کولې د راتلونکي نامعلوم وضعیت له کبله د خپل خوراک د ساتلو فکر ور پيدا شوی دی.

د الخدمت فاونډیشن مشر عبدالشکور له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې دوی په تهرپارکار، کې خپل بشپړ روغتون د سند ایالت حکومت ته د قرنطین له پاره ورکړی دی.

هغه وایي چې ځینې خلک اوس هم خپلې مرستې نه دریغوي: «څو ورځې ترمخه زموږ له کار څخه خبر یوه کس تلیفون وکړ او زموږ یو استازی یې دفتر ته وروغوښت او د خپل هویت د نه ښکاره کولو په شرط یې ۱۰ میلیونه کلدارې مرسته وکړه» څو غریبانو ته خواړه برابر شي.

عبدالشکور زیاته کړه چې کله موږ د ژغورونکي طبي وسایلو د خریدارۍ له پاره د دغو پيسو د نیمایي برخې لګولو اجازه وغوښته نو دغه کس نورې لس میلیونه کلدارې ورولیږلې.

د عبدالشکور په خبره له هیواده دباندې مېشت ځینی پاکستانیان هم په خیریه کارونو کې مرسته کوي. همداشان ځیني شتمن کسان له خلکو مالي مرستې راټولوي او پر هغو کسانو یې ویشي چې له کورونو څخه د وتلو د بندیز پر مهال بې روزګاره شوي دي.

د طلحه ملک په نوم یو کس د ټولنیزو رسنیو له لارې د ولس د عامه پوهاوي له لارې یو کمپاین پېل کړی دی او د ټویټر، انسټاګرام، فیسبوک، یوټیوب او وټس اپ له لارې یې په سلونو پیغامونه خپاره کړي دي. همداشان ډاکټران هم په دې برخه کې د وسایلو پر کمښت سربیره هم پوره هڅې کوي.

د یادولو وړ ده چې په افغانستان کې هم زیاتره د فیسبوک رسنۍ له طریقه د ځینو فعالانو له لوري د کرونا ویروس په هکله بیلا بیل پیغامونه نشریږي څو خلک دغه ناروغي جدي ونیسي.

تنویر شهزاد، لاهور