1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

خوږیاڼو کې د سړک غاړې ماین چاودنې ۷ ملکیان وژلي

۱۳۹۸ مرداد ۳, پنجشنبه

د پنجشنبې په سهار د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ په وزیرو سیمه کې یوه واده ته روان ډاټسن ډوله موټر باندې د سړک غاړې ماین چاودلی، چې له امله یې اوه ملکي وګړي وژل شوي دي. په وژل شوو کې ماشومان او ښځې هم شاملې دي.

https://p.dw.com/p/3Mh0M
Karte Afghanistan Provinz Nangarhar Deutsch
انځور: DW

د ننګرهار ولایت د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي وايي، پېښه د د دې ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ د وزیرو سیمې اړوند د سنډلي په نامه ځای کې هغه مهال شوې، چې د یوې کورنۍ غړي له خوازه خېلو سیمې د واده په مراسمو کې د ګډون له پاره روان وو.

د والي ویاند وايي چې په یاده پېښه کې درې نارینه او یوه مېرمن ژوبله ده، چې روغتیايي حالت یې نازک ښودل شوی دی.

د خوږیاڼو ولسوالۍ قومي مشر محمد حسن بیا وايي چې چاودنه د ملک طاهر خان د کورنۍ پر موټر شوې، چې شپږ کسان پکې وژل شوي او اوه نور ژوبل دي. تر اوسه د چاودنې مسئولیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

دا په داسې حال کې ده، چې د همدې جولای میاشتې پر ۱۲ نېټه د ننګرهار په پچیراګام ولسوالۍ کې د واده پر مهال یوه ماشوم ځانمرګي بریدګر لږ تر لږه نهه کسان وژلي او له لسو ډېر یې ټپیان کړي وو.

امید دیدار، ننګرهار