خوست: ګن شمېر کارګر ځوانان له بيکارۍ سر ټکوي
۱۳۹۰ شهریور ۲۵, جمعهدا مهال چې د نوي حکومت له جوړيدو شاوخوا لس کاله اوړي، لا هم د حکومت د نړيوال ملاتړ او لسګونه ميليون ډالرو مرستو سره، سره ګڼ شمېر ځوانان په سخته بيکاري کې ژوند تيروي او ان دا بيکاري کله کله ددې لامل کيږي چې د دولت او ملت واټن خو لا پرځاى پريږده، ډيرۍ ځوانان د دولت پرمخالفت پورته کيږي او له دولت سره وسله والې نښتې کوي.
د دغې بيکارۍ لړۍ ټولو ولايتونو ته غځيدلې په خوست ښار کې هم هر ورځ د سهار له مخې د يوې لويې ويالې پر غاړه، لسګونه داسې کارګر ځوانانو تر سترګو کيږي، چې د کار له وسايلو سره يو ځاى ټکنده غرمه لمر ته تيروي او په دې تمه وي، چې يو کار ورته پيدا شي او د خپلې کورنۍ لپاره يوه ګولۍ ډوډۍ پيدا کړي. په دې څلور لارې کې ولاړ ځوانان د کار له نه شتون له امله په انديښنه کې دي. دوي وايي کار نشته او دکارنشتون له ګڼو ستونزو سره لاس او ګريوان کړي دي.
٢٦ کلن ميرزاخان د خوست اوسيدونکى دى، نوموړى يواځينى کس دى چې د خپلې ١٢ کسيزې کورنۍ د سرپرستې چارې پر غاړه لري. دى وايي، هره ورځ په فکر کې وي، چې کوم کار پيدا کړي او دومره څه ترلاسه کړې ، چې د کورنۍ غړي پرې خپل ژوند ته دوام ورکړي.
د خوست د کار او ټولنيزو چارو رئيس، کمال الدين ځدراڼ، وايي، تر دې مهال يې د ګڼ شمېر بېرته راستانه شويو کډوالو سره مرسته کړې او د هغوى ځوانانو ته يې د سواد د زده کړې لنډ مهالي کورسونه جوړ کړي او تر څنګ يې د ځوانانو د بيکارۍ د له منځه وړلو لپاره جد ي هڅې کړي او لا هم د دوى دا هڅې دوام لري. نوموړى وايي، چې په تېر يوه کال کې يې ٧٠٠ بيکاره ځوانان بېلابېلو ادارو ته د دندو لپاره هم ليږلي دي.
په سيمه کې د ټولنيزو چارو کارپوهان او د مدني ټولنو فعالين هم د کارګرو ځوانانو بيکاري جدي ستونزه بولي او په دې برخه کې د افغان او نړيوالې ټولنې کمزورى دريځ د انديښنې وړ بولي. دوى وايي، چې په ټولنو کې د روانو ستونزو غټ لامل د ځوانانو بيکاري او د کار نه پيدا کول دي.
فريدالله ظاهر
کتونکی: احمدولي اڅکزی