1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

خوست: په سیمه ایزو رسنیو کې ولې موسیقي بنده شوي؟

۱۴۰۰ بهمن ۱۴, پنجشنبه

د طالبانو د امربالمعروف وزارت مسؤلین وایي، دوی پر هیچا د موسیقۍ بندیز نه دی لګولی. خو د خوست له پاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس له رسنیو غوښتي چې موسیقي فحشا خپروي او له رسنیو دې یې نه نشروي.

https://p.dw.com/p/46Sv2
Afghanistan Musiker
انځور: Sardar Shafaq/AA/picture alliance

د خوست له نږدې ټولو رسنیو به نور موسیقي نه نشریږي. له ځو ورځو راهیسې د دغه ولايت په سیمه ایزو راډیوګانو او ټلویزیونونو کې موسیقي نشرول بند شوي دي.

د رسنیو مسؤلین وایي چې د طالبانو له خبرداري وروسته یې له خپلو رسنیو موسیقي نشرول بند کړي دي. دوی وايي په خوست کې طالب چارواکو ورته ویلي چې له راډیوګانو او ټلویزیونو دې موسیقي بنده کړې او پر ځای دې نعتونه او ترانې نشر کړي.

په خوست کې د یوې سیمه ایزې راډیو مشر چې د طالبانو له ویرې نه غواړي نوم یې نشر شي دویچه ویله ته وویل، د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ځایي رئیس په غوښتنه یې دا کار کړی او دا یې هم ورته ویلي، که له رسنیو موسیقي نشرول بند نه کړي او په مقابل کې یې د چا له لوري تهدید یا وځورول شي بیا یې شکایت نه اوري.

Afghanistan Musiker
انځور: Sardar Shafaq/AA/picture alliance

نوموړی وایي: «له پرون ورځې راهیسې ما خپله راډيو کې موسیقي په مطلق ‌ډول بنده کړې ده. موږ ته د اطلاعاتو فرنګ رئیس له لوري همداسې وویل شول چې که موسیقي نشر کړئ، بیا به مو څوک خفه کړي، څوک به مو تهدید او یا به مو خوږ کړي، بیا مو زه مسؤل نه یم او بیا ما ته شکایت و نه کړئ، چې ولې داسې درسره وشول. دا هم راته وویل شول چې بې مکتوبه موسیقي نشرول درباندې بندوم.»

د راډیو دغه مسؤل وایي چې په هيواد کې وروستیو ورځو کې له خبریالانو سره تاوتریخوالې له وجې اوس د موسیقۍ بندیدو په اړه په خپل نوم د غږ پورته کولو جرات هم نه لري.

په خوست کې یوازینۍ راډیو نن ایف ایم ده چې د پخوا په شان نورمال نشرات کوي او موسیقي خپروي.

د نن ایف ایم راډیو مشر محمد اسلم قانوني دویچه ویله ته وویل، څو ورځې وړاندې ټولو رسنیو ته د توصیې په توګه غوښتل شوې چې موسیقي نشرول بند کړي.

هغه وایي: «په بیا بیا امارات غوښتنه کړي، چې تاسې موسیقي او تفریحي پروګرامونه مه نشروئ، خو زموږ نشرات عادي روان دي او له کومې ستوونزې سره نه یو مخامخ شوي. ما مخامخ د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس ته وویل چې یوه طرحه راکړئ یا یو رسمي مکتوب راکړئ چې موږ موسیقي بنده کړو او خپرونې ورسره عیارې کړو، زموږ خپرونې به همداسې روانې وي.«

دا چې په رسنیو کې د موسیقۍ پر نشرولو یوازې په خوست کې بندیز لګیدلی دی که یا د طالبانو دا پریکړه د ټول هيواد د رسینو په اړه ده؟

د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند عاکف مهاجر دویچه ویله ته وویل، دوی په رسمي توګه له هیچا نه دي غوښتي چې موسیقي دې بنده کړي. نوموړی وایي، د واکمنیدو وروسته یې په لومړیو کې د توصیې په ډول عمومي اعلان کړی وو چې د موسیقۍ نشرول او د خلکو له لوري یې اوریدل حرام دي، خو په دې اړه یې تازه کومه پریکړه یا بندیز نه دی اعلان کړی.

هغه وویل: «نه نه په دې اړه زموږ له اړخه نوي پریکړه نشته. پخوا مو د توصیې په توګه خلکو او رسنیو ته د موسیقۍ په اړه د اسلام احکام اعلان کړي وو. نور مو نه د موسیقۍ په اړه څوک احضار کړي او نه مو څوک تهدید کړي دي. خلک مسلمانان دي چې پوه شي خپله یې بندوي، خو زموږ له لورې د موسیقۍ په اړه داسې د بندیز څه نشته.» 

د امربالمعروف ویاند د خوست په رسنیو کې د موسیقۍ د بندو په اړه هم ورته نظر لري او وایي، که په خوست کې الزامي وي، نو د اطلاعاتو او فرهنګ ځایي رئیس دې ځواب ووایي.

Afghanistan Die afghanische Sängerin Aryana Sayeed
انځور: Hasib Sayed/Aryana Sayeed

د خوست له پاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس شبیراحمد عثماني دویچه ویله ته وویل، موسیقي د افغانستان د ملي او اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې ده او له همدې امله یې له رسنیو غوښتي چې موسیقي دې نه نشروي، خو په دې اړه یې مکتوب نه دی ورلیږلی.

هغه وویل: «ما رسنیو ته داسې ویلي دي چې د خپلو اسلامي او ملي ارزښتونو سره سم نشرات وکړئ. ته اوس راته موسیقي په دې ارښتونو کې وښیه، موسیقي کوم ارزښت لري. زه په دې اړه هیڅ غبرګون نه ښیم او نه کومې څرګندوې لرم. زه د موسیقي په اړه د رپوټ مخالف یم او باید په دې اړه هیڅ رپوټ جوړ نه شي.»

عثماني وایي، د راډیوګانو له لارې د موسیقۍ خپرول فحشا خپروي او دوی د موسیقۍ په بندیدو سره غواړي چې په ټولنه کې د فحشا مخنیوی وکړي.

خوست ته ورڅیرمه د پکتیا او پکتیکا ولایتونو په سیمه ایزو راډیوګانې کې بیا خپرونې د پخوا په شان روانې دي. په دې ولایتونو کې د رسنیو مسؤلین وایي چې موسیقي هم د پخوا په شان نورماله نشروي او تر اوسه چا ورته د موسیقۍ بندیدو په اړه هیڅ نه دي ویلي.

داسې ویل کیږي، چې د هيواد په جنوب کې د هلمند، روزګان او کندهار او په مرکزي ولایت بامیان او یو شمېر نور ولایتونو کې هم د ځایي طالبانو له لورې د رسینو مسؤلینو ورغوښتل شوي چې په راډیوګانو او ټلویزیونونو کې دې موسیقي نه نشروي او پر ځای دې اسلامي خپرونې او نعتونه نشر کړي.

خو د دې هر څه سره بیا هم طالبان وایي چې د رسنیو ازادۍ ته احترام لري او د رسنیو د قانون ملاتړ کوي.

د طالبانو د حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد په کابل کې یوې غونډې ته ويلي چې د افغانستان د رسنیو پخوانۍ قانون د تطبیق وړ دی او زیاته کړې یې ده چې د رسنیو د تخطیو کمېسیون او د حکومت او رسنیو ګډ کمېسیون به رامنځته کړي، چې وخت په وخت د رسنیو او خبریالانو ستوونزو ته رسیده ګي وشي.

د طالبانو حکومت سره له دې چې په بیا بیا یې د رسنیو د ازادۍ او خبریالانو خوندیتوب ژمنې کړي، خو تر اوسه عملې شوې نه دي او د رسنیو او خبریالانو پر وړاندې د طالبانو له لوري د زور زیاتي خبرونه ورکړل شوې دي.

زموږ له آرشیف څخه: 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل