خوست: بمي چاودنې د یوې کورنۍ شپږ تنه وژلي دي
۱۳۹۱ آبان ۲۱, یکشنبهاعلان
په خوست ولایت کې د سړک د غاړې د ماین په چاودنه کې د یوې کورنۍ شپږ تنه غړي وژل شوي دي. دغه خبر د ځایي پولیسو او عیني شاهدانو له قوله ورکړل شوی دی. زیاته شوې ده چې دغه پیښه د خوست ولایت د صبريو ولسوالۍ د مکتب بازار په سيمه کې رامنځ ته شوې ده.
د پولیسو د وینا له مخې دغه کسان د یوه ماشوم د زیږیدو وروسته له روغتون څخه د کور پر لور روان وو چې د هغوی موټر د سړک د غاړې په ماین وربرابر شو. د خوست د امنیې قوماندان مرستیال محمد یعقوب د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «په دغه پیښه کې شپږ تنه چې په کې درې تنه میرمنې، دوه تنه نارینه او یو نوی زیږیدلی ماشوم شامل دی وژل شوي دي.»