خلیلزاد ښايي د افغانستان له پاره د امریکا ځانګړی استازی شي
۱۳۹۷ شهریور ۱, پنجشنبهاعلان
دغه خبرې دوو امریکایي چارواکو او د کانګرس یوه کارکوونکي چې په دې اړه یې معلومات ترلاسه کړي ول، کړې ده. خلیلزاد تر اوسه پورې د دغه خبر په اړه څه نه دي ویلي خو یو شمیر چارواکو د نوم د نه بربنډولو په شرط ویلي، تمه کیږي چې هغه ډیر ژر له سویلي اسیا لیدنه وکړي.
خلیلزاد افغان الاصله امریکایي دی چې په بیروت او شیکاګو کې یې زده کړې دي. هغه د محافظه کاره امریکایي ادارو د بهرنیو چارو سابقه لرونکی دیپلومات دی چې تر دې مخکې یې د افغانستان، عراق او ملګرو ملتونو له پاره د امریکا د سفیر په توګه کار کړی دی. د ترمپ ادارې خلیلزاد د بهرنیو چارو د وزیر په توګه هم په پام کې نیولې وو. دغه پخواني ديپلومات، د امریکا اوسنی ولسمشر ترمپ د هغه د کاندیدي په موده کې په یوې مهمې غونډه کې معرفي کړ او بیا ترمپ دې غونډې ته خپله د بهرني سیاست وینا وکړه.