1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

خلیلزاد له ملا برادر څخه د یوه امریکايي د خلاصون غوښتنه کړې

۱۳۹۹ اردیبهشت ۱۹, جمعه

د افغانستان د سولې له پاره د امریکا متحده ایالاتو ځانکړي استازي ویلي دي چې په قطر کې یې د طالبانو له پلاوي سره د ملاقات پرمهال د نورو مسایلو ترڅنګ د طالبانو له لوري د یوه بندي امریکايي د آزادولو غوښتنه هم کړې.

https://p.dw.com/p/3bvP2
Katar Unterzeichnung Abkommen USA mit Taliban
انځور: AFP/G. Cacace

د افغانستان د سولې پروسې له پاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، د پنجشنبې په ورځ په یو لړ ټویټري پیغامونو کي ویلي دي چې د قطر په پلازمینه دوحه کې یې د طالبانو د مشرتابه له پلاوي سره د شپې پرمهال په یوه اوږده ملاقات کې د مارک آر. فريریچس د آزادولو غوښتنه کړې ده.

له طالبانو سره دغه بندي امریکايي وګړی د امریکا متحده ایالاتو د سمندري ځواکونو یو پخوانی سرتیری دی چې بیا وروسته یې د پوځي دندې تر پریښودو وروسته د امریکايي ځواکونو د یوه قراردادي په توګه کار کړی دی. فريریچس د روان کال د جنوري میاشتې په وروستیو کې د وسله والو له لوري تښتول شوی وو.

امریکايي چارواکي په دې باور دي چې ۵۷ کلن فريریچس په افغانستان کې د حقاني شبکې د جنګیالیو له لوري تښتول شوی دی. په داسې حال کې چې د دغه امریکايي کس د تښتول کیدو په هکله ډیر جزئیات په لاس کې نه شته، خو امریکايي چارواکي په دې باور دي چې هغه د یوې مودې له پاره په خوست ولایت کې هم ساتل شوی وو.

د خوست ولایت یو شمیر غرنۍ سیمې چې پاکستان ته نیږدې پرتې دي، د وسله والو یاغیانو له پاره خوندي پټنځای شمیرل کیږي.

د فريریچس یوې خور چارلینه کاکورا، اسوشیتید پریس خبري آژانس ته د یوې اعلامیې په لیږلو سره د خپل ورور په هکله لیکلي: «طالبانو زما ورور په جنوري میاشت کې وتښتاوه. په فبروري کې امریکا متحده ایالاتو له طالبانو سره د سولې تړون لاسلیک کړ. زما ورور د دغه تړون برخه نه وو.» کاکورا په دغه اعلامیه کې وړاندې لیکلي چې «اوس موږ [امریکا] د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د زرګونو زندانیانو د تبادلې له پاره زمینه برابروو، ولې یو امریکايي زنداني هم د دې تبادلې برخه نه ګرځي؟»

Katar Friedensgespräche für Afghanistan
انځور: picture-alliance/AP/Qatar Ministry of Foreign Affairs

په تاوتریخوالي کې کمښت

د افغان سولې له پاره د امریکا ځانګړي استازي په خپلو ټویټري پیغامونو کې ویلي چې د نورو مسایلو ترڅنګ یې له طالبانو سره په خبرو کې د تاوتریخوالي د کمښت پر موضوع هم خبرې کړي دي. خلیلزاد لیکلي دي: «موږ د ګڼ شمیر مسایلو په هکله د پرمختګ غوښتنه وکړه: په تاوتریخوالي کې کمښت، په افغانستان کې د کوید ۱۹ [کرونا وبا] د مدیریت د ښې همغږۍ له پاره د نړیوالې ټولنې له لوري بشري اوربند.»

خلیلزاد په خپلو ټویټري پیغامونو کې همدا راز زیاته کړې چې د دواړو لوریو له خوا د زندانیانو د آزادیدو چټکتیا، د امرکايي تبع مارک فريریچس د آزادیدو د ډاډمنتیا له پاره اړین اقدامات، د سولې د پروسې له پاره سیمه ایز او نړیوال ملاتړ او د بین الافغاني مذاکراتو لوري ته ورتګ د خبرو په اجندا کې شامل وو.

د کرونا وبا د خپریدو پرمهال په افغانستان کې د سولې د خبرو د پرمختګ له پاره دا قطر ته د زلمي خلیلزاد دوهم سفر دی. خلیلزاد ویلي دي چې پاکستان او هندوستان ته تر سفر وروسته به یو ځل بیا هم د طالبانو له مذاکراتي پلاوي سره ملاقات وکړي.

په داسې حال کې چې د افغانستان په شمول ټوله نړۍ د کرونا له وبا سره لاس او ګریوان ده، طالبانو د اوربند له پاره د حکومت او نړیوالې ټولنې غوښتنې رد کړي دي. طالبانو همدا راز پر امریکا متحده ایالاتو تور پورې کړی چې د سولې د تړون پر اساس یې خپلې ژمنې نه دي پوره کړي.