1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

خلیلزاد: غني د خپلې دورې پای ته رسیدل غوښتل

۱۴۰۰ آبان ۶, پنجشنبه

د افغانستان له پاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي خلیلزاد په امریکا کې له یوه څېړنیز مرکز سره په خبرو کې د طالبانو او واشنګټن ترمنځ د تړون نوي ابعاد روښانه کړل او د افغانستان د اوسني وضعیت له پاره یې افغانان ملامت کړل.

https://p.dw.com/p/42INc
Afghanistan | Der afghanische Rat entscheidet über das Schicksal von 400 Taliban-Gefangenen
انځور: Reuters/M. Ismail

خلیلزاد د چهارشنبې په ورځ په امريکا متحده ايالاتو کې د کارنیګي په نامه د نړیوالې سولې په برخه کې له یوه څېړنیز مرکز سره په خبرو کې وویل چې اوسني طالبان د ۹۰مو کلونو طالبان نه دي، دوی بدل شوي دي. د هغه په خبره، د دوی په اوسني حکومت کې نجونې او هلکان ښوونځیو ته ځي، داسې یو څه چې د دوی په تیر حکومت کې نه ول. د هغه په خبره، خو بیا هم د بشري حقونو په برخه کې ځینې ستونزه لا هم موجودي دي.

خلیلزاد ويلي چې دوی له طالبانو سره توافق کړی چې هغوی [طالبان] به له ترهګرو ډلو سره اړیکې قطع کوي او د دې تضمین به کوي چې د دوی له هیواده بیا ترهګر بریدونه ونه شي. د هغه په خبره، اوس چې موږ یعنې امریکا متحده ایالات هلته [افغانستان] کې حضور  نه لري، نو له طالبانو غوښتنې هم ډیريږي. د خلیلزاد په خبره طالبان له امریکا سره ديپلوماتیکو اړیکو ته لیواله دي او د سفارت د پرانیستلو په برخه کې یې هم ډاډ ورکړی دی.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا طالبان به پر خپلو ژمنو عمل وکړي، خلیلزاد وویل چې موږ باید دا ډاډمن کړو چې دوی پر خپلو ژمنو عمل وکړي. خلیلزاد په دې مرکه کې له طالبانو سره د واشنګټن د شوي تړون پر یو بل پټ اړخ هم اعتراف وکړ. د هغه په خبره، له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له طالبانو سره د شوي تړون دوې برخې چې سري یا مخفي دي، د امریکا د کانګرس له غړیو او همدا راز له هغو امریکايي چارواکو سره شریکي شوي دي چې دغو معلوماتو ته یې بايد لاس رسی درلودای.

USA Zalmay Khalilzad in Washington
انځور: picture-alliance/AP Photo/J. Martin

خلیلزاد په دغه مرکه کې همدا راز وویل چې له طالبانو سره په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د حضور په هکله هم خبرې شوې وې او دا چې ټاکل شوې وه چې د بین الافغاني مذاکراتو په پايله کې به نوی حکومت بیا په دې هکله پریکړه کوي. د خلیلزاد په خبره، په اوسنیو شرایطو کې دغه څه غیر ممکن بریښي ځکه چې طالبان اوس په قدرت کې دي او دوی دغه پریکړه اوس په خپله کوي.

د دې پوښتنې په ځواب چې د طالبانو او واشنګټن ترمنځ د شوي تړون یو څو برخې ولې نه عملي کیدې، خلیلزاد وویل چې دا د امریکا په ولسمشر پورې اړه درلوده چې طالبان مسئول وګرځوي او ژمنو ته یې متوجه کړي. د خلیلزاد په خبره په دې ترڅ کې دوې پیښې مهمې وې، لومړۍ دا چې د ولسمشر غني هغه سخت ګیرانه ټینګار چې غوښتل یې د واک موده یې پای ته ورسیږي. خلیلزاد زیاته کړه چې دوهمه موضوع هغه د افغانستان د امنیتي ځواکونو عملکرد وو چې ډیر حیرانوونکی وو. خلیلزاد دغه څیړنيز مرکز ته همدا راز وویل چې هیچا هم داسې ګومان نه کاوه چې د امریکا له ملاتړ برخمن د افغانستان شاوخوا ۳۰۰ زره امنیتي ځواکونه به د ۶۰ یا ۷۰ زرو جنګیالیو پر وړاندې دغه راز کمزوری عملکرد وکړي او وپاشل شي.

په دې وروستیو کې د افغانستان د اوسني وضعیت له پاره تر ډیره پورې د نورو ترڅنګ خلیلزاد ته هم ګوته نیول کیږي او ځینو سیاسي کارپوهانو بیا د طالبانو او واشنګټڼ ترمنځ د دوحې تړون د افغانستان د نظام د سقوط پیل بللی دی. خلیلزاد دغه څیړنیز مرکز ته وویل چې ولسمشر غني اصلاً فکر نه کاوه چې امریکا متحده ایالات به له افغانستانه وځي. هغه وویل: «د هغه [ولسمشر غني] تر ټولو ستره غلطه محاسبه دا وه چې هغه فکر نه کاوه چې موږ به د اخراج په هکله جدي اوسو.» د خلیلزاد په خبره، ولسمشر غني په دې باور وو چې افغانستان په سیمه کې مهم موقعیت لري، ځکه چین، روسیې او ایران ته نیږدې دی او دا چې امریکا به افغانستان ترک نه کړي.

خلیلزاد په خپلو خبرو کې همدا راز وویل چې ولسمشر غني غوښتل چې طالبان د افغانستان د حکومت برخه وګرځي او دا چې طالبانو بیا د نوي حکومت غوښتنه کوله، داسې یو حکومت چې مشر یې دواړو لورو ته د منلو وړ وي. 

خلیلزاد د ۲۰۲۱م کال د اکتوبر میاشتې پر ۲۰مه نېټه د افغانستان د سولې له پاره د امریکا متحده ایالاتو د ځانګړي استازي په توګه له خپلې دندې استعفا وکړه، چې پراخ غبرګونونه یې هم له ځانه سره لرلي. د خلیلزاد تر استعفا وروسته، د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبیل خلیزاد په درواغ ویلو تورن کړی وو او هغه یې فریبکاره بللی وو.

د صالح غبرګون

د خلیلزاد تر څرګندونو وروسته، د افغانستان د پخواني حکومت لومړي مرستیال امرالله صالح خلیلزاد د اوسني وضعیت له پاره ګرم بللی دی. صالح په یوه ټویټري پیغام کې ویلي: «له ستراتیژيکي اړخه هغه [خلیلزاد] له جمهوریت سره د قربانۍ د اوزګړي په څیر عمل وکړ، تر حلالیدو پورې یې پر ترحم کاوه.»

صالح همدا راز زیاته کړې چې د دې پر ځای چې دوی [خلیلزاد او امریکا] د اوسني کړکیچ مسئولیت واخلي، دوی افغانان ملامتوي، د دوی پر زخمونو مالګې پاشي او له ضرورتونو او نا هیلیو یې غلطه استفاده کوي.

صالح په دغه ټویټري پیغام کې پوښتنه کوي چې ولې په سملاسي توګه د کوټې شورا نوم نور نه اخیستل کیږي او ولې د دوحې تړون ټولې برخې عملې نه شوې.

د افغانستان پخوانی حکومت د ۲۰۲۱م کال د اګست میاشتې په نیمايي کې سقوط وکړو او طالبان تر کابل پورې ورسیدل. طالبان چې اوس د افغانستان واک په لاس کې لري، د نړیوال مشروعیت له پاره یې هڅې پیل کړي دي، داسې هڅې چې تر دوو میاشتو ډېر وخت په تیریدو سره یې لا نتیجه نه ده ورکړې.