خلیلزاد د افغانستان او قطر پر لوري خپل نوی سفر پیلوي
۱۳۹۸ مرداد ۱, سهشنبهد امریکا د ولسمشر دونالد ترمپ او د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان د کتنې پرمهال د افغانستان د جګړې او د افغان سولې په هکله تر جنجالي څرګندونو وروسته، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د افغان سولې له پاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد به د راتلونکې دوشنبې په ورځ افغانستان او قطر ته خپل نوی ماموریت پیل کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي دي چې ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد به د راتلونکې دوشنبې په ورځ (د جولای میاشتې په ۲۹ نیټه) د افغانستان د شخړې د پای له پاره د سولې د لړۍ د هڅو په دوام خپل نوی ماموریت پیل کړي.
په اعلاميه کي زياته شوې ده چې په پلازمېنه کابل کې به نوموړی له افغان حکومت سره د سولي پروسې پر راتلونکو ګامونو او همدا راز [د سولې له پاره] د یوه ملي مرکچي ټیم پر مشخص کیدو چې په بین الافغاني خبرو کې ګډون وکولی شي، خبرې او بحثونه وکړي.
د دغه راز یوه ټیم جوړول له دې امله ډیر ارزښت لري چې طالبانو تل له افغان حکومت سره د مستقیمو خبرو پیلول رد کړي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو اعلامیه همدا راز کاږي چې خلیلزاد به د کابل تر سفر وروسته د قطر پر لوري وخوځیږي او هلته به له طالبانو سره بيا خبري پیل کړي.
واشنګټن هیله من دی چې د روان کال په سپتمبر میاشت کې به د افغانستان تر ولسمشریزو ټاکنو مخکي له طالبانو سره یوه سیاسي حل ته ورسیږي. په دې برخه کې بری به له افغانستان څخه تر شاوخوا ۱۸ کلونو وروسته د بهرنیو ځواکونو وتلو ته زمینه برابره شي.
د افغان سولې له پاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تر دې وړاندې څو ځله د طالبانو له استازو سره اوږدې خبرې او مذاکرات کړي دي. د دې کتنو او خبرو تر ټولو وروستی پړاو یې د روانې جولای میاشتې پر ۹مه نیټه په دوحه کې پای ته ورسید.
AFP /KH-NZ