1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

خلیلزاد: بین الافغاني مذاکرات باید ژر پیل شي

۱۳۹۹ اردیبهشت ۲۷, شنبه

امریکا متحده ایالات د افغانستان په شخړه کې فشار واردوي، څو د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ بین الافغاني خبرې اترې ژر تر ژره پيل شي.

https://p.dw.com/p/3cJzK
USA Zalmay Khalilzad in Washington
انځور: picture-alliance/AP Photo/J. Martin

په افغانستان کې د سولې بهیر له پاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سیمه ایز وخت مطابق د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۰ کال د می ۱۵مه) له ژورنالستانو سره په تلیفوني خبرو کې ویلي دي: «د یوه نوي تاریخ په اړه بحث جریان لري.» د آلمان خبري آژانس (ډي پي ای) د رپوټ پر بنسټ، خلیلزاد همدارنګه ویلي دي «مونږ غواړو چې په افغانستان کې بین الافغاني مذاکرات هر څومره ژر چې کیدای شي پيل کړو.»

د طالبانو او امریکا متحده ایالاتو ترمنځ د توافقنامې په اساس ټاکل شوې وه چې دغه خبرې اترې باید د روان کال د مارچ میاشتې په ۱۰ نیټه پیل شوې وای، خو د نورو ترڅنګ د واړو لورو له خوا د بندیانو د آزادیدو په اړه اختلافاتو له کبله بین الافغاني خبرې اترې وځنډیدلې.

په هغه موافقتنامه کې چې د فبرورۍ میاشتې په ۲۹ نیټه د قطر هیواد په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو او امریکا ترمنځ لاسلیک شوه، د بندیانو تبادله د بین الافغاني خبرو اترو د پيلیدو له پاره د یو مخ شرط په توګه ذکر شوی وو.
د دوحې په مذاکراتو کې د افغانستان حکومت ګډون نه درلود، ځکه طالبان په مستقیم ډول له افغان حکومت سره خبرو اترو ته حاضر نه وو.
ټاکل شوې وه چې ۵۰۰۰ طالب بندیان د حکومت له زندانونو څخه آزاد شي او په بدل کې یې باید طالبانو ۱۰۰۰ تنه د افغانستان د حکومت منسوبین له خپلو بنديخانو څخه آزاد کړي وای. خو وروسته بیا ولسمشر محمد اشرف غني امر صادر کړ چې ۱۵۰۰ طالب زندانیان دې ګام په ګام د حکومت له زندانونو څخه آزاد کړای شي.

د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ موافقتنامه باید له افغانستان څخه د بین المللي ځواکونو وتلو ته لاره هواره کړي. خلیلزاد اعلان وکړ چې ډیر ژر به یو وار بیا افغانستان ته لاړ شي. نوموړي خبرداری ورکړ چې د تاوتریخوالي ډیریدل کولی شي د بین الافغاني مذاکرات بهیر کمزوري کړي.

د کابل پر یوه زیږنتون او په ننګرهار کې د جنازې پر مراسمو خونړیو بریدونو په ملي او نړیواله کچه غوسه او کرکه راپارولې ده. د ننګرهار د برید مسئولیت د «اسلامي دولت» یا داعش ترهګرې ډلې په غاړه واخیست، خو د کابل پر روغتون د برید مسئولیت تر اوسه پورې هیڅ کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.
د افغانستان حکومت طالبان د دغو جنایتونو عامل ګني، خو امریکا متحده ایالاتو بیا د داعش ترهګره ډله مسئوله بللې ده.

Katar Doha Unterzeichnung Abkommen USA Afghanistan  Taliban Zalmay Khalilzad Abdul Ghani Baradar
انځور: picture-alliance/AP Photo/H. Sayed

آژانسونه: ش.ن/ا.ا